1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا وایي په سوریه کې به یي۲۰۰ عسکر پاتې شي

۱۳۹۷ اسفند ۳, جمعه

د تیر میلادي کال په دسمبر میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ اعلان وکړ چې له سوریې څخه خپل ټول سرتیري باسي. خو سپینه ماڼۍ اوس وایي چې ۲۰۰ سرتیري به یي په سوریه کې پاته شي.

https://p.dw.com/p/3DqLh
Syrien: US Soldaten
انځور: picture-alliance/AP/H. Malla

له سوریې څخه به د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته هم په دغه هیواد کې د امریکا۲۰۰ سرتیري پاته شي. د سپینې ماڼۍ ویاندي سارا سندرز، ویلي دي چې د متحده ایالاتو حکومت غواړي د یوه معین وخت له پاره دغه عسکر د سولې د ساتنې په موخه په دغه هیواد کې پریږدي.

تر دې دمخه ترمپ او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوریې د وضعیت په هکله سلا مشورې کړي دي. سپینې ماڼۍ ویلي دي چې دواړه مشران پر دې هم نظره ول، چې د سوریې په شمال کې د یوه احتمالي خوندي زون د جوړیدو په هکله همکاري ادامه ومومي.

ترکیه غواړي کردي ولسي ځواک وځپي

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ په دسمبر میاشت کې په ناڅاپي توګه اعلان وکړ، چې له سوریې څخه ټول ۲۰۰۰ امریکایي عسکر راباسي. د هغه په خبره په سوریه کې پر تروريستي ډلې داعش باندي برلاسي شوي دي او په دې سره د متحده ایالاتو ماموریت خپل هدف ترلاسه کړی دی. خو د امریکا د نورو متحدینو په شان پخپله د امریکا جمهوري غوښتونکي له سوریې څخه د بشپړ ځواکونو راایستل وخت تر مخه بولي.

Syrien: U.S. Soldaten im Einsatz
د سوریې په شمال منبج کې امریکایي ځواکونه (آرشیف انځور)انځور: picture alliance/AP/Z. Garbarino

امريکا د سوریې په شمال کې د داعش پر ضد جګړه کې د کردي ولسي واحدونو (وای پي جي) ملاتړ کوي. خو دغه کردي ولسي واحدونه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته پر دغه سیمه د ترکیې له احتمالي پوځي عملیاتو څخه اندیښنه لري. د ترکيې حکومت دغه ملیشې ترهګر سازمان گڼي او د ځپلو اعلان یي کړی دی.

داعش د پنجشنبې په ورځ د سوریې په ختیځ کې د یوه برید مسئولیت پر غاړه واخيست. د افراطيانو وروستي پوخ سنګر باغوز ته څیرمه یوه موټر بم چاودني۲۰ انسانان ووژل.

لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې باغوز ته څیرمه سیمه کې هغه مهال دغه چاودنه وشوه چې د نفتو د څاه کارکوونکو او ځایي ملیشو کاروان له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو. خو د آزادو سرچینو له لوري د دغه سازمان معلومات نه دي تائید شوي.

Syrien, Aleppo: Terroranschlag in Afrin
په عفرین کې تر چاودنې وروسته د پيښې سیمهانځور: picture-alliance/AA/H. Homsi

پر دې سربیره د سوریې په شمال لویدیځ عفرین سیمه کې د یوه بل برید خبر هم ورکړل شوی وو. په دغه ځای کې هم یو موټر بم چاودلی چې په پایله کې یي دوه کسان وژل شوي دي.

داعش ډلې په عراق او سوريه کې تر خپل کنترول لاندي ډیرې سیمې له لاسه ورکړي دي. خو دغه تروريستي ډله اوس هم په سیمه کې فعاله ده او وخت ناوخته مرګوني بریدونه کوي.