1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا ولي بندیان پاکستان ته وسپارل؟

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ آذر ۱۷, دوشنبه

په افغانستان کې میشتو امریکایي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې درې تنه بندیان یې پاکستان ته سپارلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د یوې امنیتي سرچینې په حواله یو تن سپارل شوی بندي د پاکستاني طالبانو لوړپوړی غړی وو.

https://p.dw.com/p/1E0f7
انځور: DW/G.Schliess

په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو له خوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: «د امریکا متحدو ایالاتو د حکومت په استازیتوب، موږ په افغانستان کې درې تنه نیول شوي پاکستاني بندیان اسلام آباد ته وسپارل.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «دا کار د پاکستان او متحدو ایالاتو تر منځ تر مشورو او د ډامنتیاو تر ترلاسه کیدو وروسته ترسره شوی دی.»

په خپره شوې بیانیه کې د سپارل شویو بندیانو هویت روښانه شوی نه دی، خو یوې پاکستاني امنیتي سرچینې ویلي دي چې یو تن سپارل شوی بندي د پاکستاني طالبانو پخواني مشر حکمیم الله محسود ته نزدې کس لطیف محسود دی.

حکیم الله محسود تر دې مخکې د امریکا ځواکونو په یوه برید کې وژل شوی وو.

دغه درې سره کسان د شنبې په ورځ اسلام آباد ته رسیدلي دي. له لطیف محسود سره سپارل شوی یو کس له سوات او بل یې له جنوبي وزیرستان څخه دی.

پاکستاني امنیتي چارواکي د دوو نورو سپارل شویو کسانو نومونه نه دي بربنډ کړي. خو هغه روښانه کړې ده چې محسود په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له خوا د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر حکیم الله محسود تر وژل کیدو مخکې نیول شوی وو.

یوه بل سیمه ییز چارواکي هم دغه خبره تائید کړی دی او ویلي یې دي، چې لطیف د حکیم الله محسود د موټر چلوونکي په توگه هم کار کړی وو چې د هغه په خبره دا خبره څرگندوي چې دغه دواړه کسان یو له بل سره ډیر نزدې ول. دغه چارواکي زیاته کړې ده: «لطیف همداراز د یوې مودې له پار د حکیم الله محسود د معاون په توگه هم دنده ترسره کړه.»

کارپوهان وایي چې دا کار کیدای شي د افغانستان او پاکستان تر منځ د اعتماد او اړیکو د ښه کیدو په موخه ترسره شوی وي. تر دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، پاکستان ته سفر کړی وو او هلته یې له پوځي او ملکي مشرانو څخه د افغانستان د سولې په بهیر کې د مرستې غوښتنه وکړه.

د پاکستان د امنیتي چارو کارپوه طلت مسعود د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «دا ښيي چې د دواړو هیوادونو د پوځونو او استخباراتي سازمانونو تر منځ اوس د اعتماد کچه ښه شوې ده.» هغه ټینگار کړی دی چې دا کار د امریکا متحدو ایالاتو او پاکستان د اړیکو تر منځ هم پر مختگ ښيي.

افغانستان پر پاکستان باندي د ترهگرو د ملاتړ تورونه لگوي. پاکستان دغه تورونه ردوي او کابل د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورونوي.

اسلام آباد ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو یو تن مشر ملا فضل الله، د افغانستان په کونړ ولایت کې میشت دی او له همدې ځایه پر پاکستان باندي بریدونه پلانوي. افغانستان دغه تورونه په کلکه ردوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، پر پاکستان باندي تور لگاوه چې په افغانستان کې د هندوستان د نفوذ د مخنیوي له پاره له طالبانو څخه ابزاري استفاده کوي.