1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايف بي آی: په تکزاس کې وژل شوی یرغملګر بريتانوی وو

۱۴۰۰ دی ۲۷, دوشنبه

د امریکا کشفي ادارې ايف بي آي وايي د تيکزاس په یوه کنیسه کې هغه کس چې څلور تنه یې یرغمل کړي وو یو ۴۴ کلن بریتانوی وو. د امریکا ولسمشر جو بایدن دا یوه «تروریستي پیښه» ګڼلې ده.

https://p.dw.com/p/45cNT
USA | Texas | Geiselnahme in Synagoge von Colleyville
انځور: Andy Jacobsohn/AFP/Getty Images

د امریکا فدرالی ادارې، ایف بي آی ويلي دي چې د تکزاس ایالت د یهودانو په يوه عبادتځای کې د وژل شوي یرغملګر په اړه تحقیقاتو کې موندل شوې چې هغه یو بریتانوی وو. د هغه عمر ۴۴ کاله او نوم يې ملک فیصل ښودل شوی دی.

دغه شخص د جنوري په ۱۵مه، د تیکزاس ایالت په ګولي ول ښارګوټي کې د يهودانو په یو عبادتځای کې څلور کسان يرغمل کړي وو چې د لسو ساعتونو هلو ځلو په نتیجه کې یرغمل شوي کسان آزاد کړل شول او ملک فیصل په ډزو ووژل شو.

د امریکا ولسمشر جو بایدن، د يکشنبې په ورځ د تکزاس پيښه وغندله او هغه يې یوه تروريستي پیښه وښوده.

تر دې مخکې رپوټونو کې ويل شوي وو چې دغه کس ظاهراً له زندان څخه د پاکستاني ډاکټرې، عافيه صديقي د خلاصون له پاره پر دغه اقدام لاس پورې کړی وو. ۴۹ کلنه عافیه صدیقي له القاعده شبکې سره د اړيکو لرلو په تور پر ۸۶ کاله حبس محکومه او اوس په امریکا کې د بند شپې ورځې تيروي. نوموړې په افغانستان کې نیول شوې وه.

تیره ورځ د میرمن صدیقي وکیل سي ان ان شبکې ته په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې صدیقي په دغې پيښه کې «په مطلقه توګه ښکيله نه ده.»

د مختلفو خبري آژانسونو په حواله، تر اوسه دا خبره روښانه شوې نه ده چې تورن کس ولې په دغه اقدام سره د عافیه صدیقي د خلاصون غوښتنه کړې وه. خو د ويلو ده چې د تکزاس ګولي ول ښارګوټۍ چې دغه پيښه په کې شوې، له هغه فدرالي زندان څخه چې عافیه صدیقي په کې بنديوانه ده، یوازې ۲۳ کيلومتره فاصله کې پروت دی. 

ايف بي آي په یوه اعلاميه کې ويلي دي، حاضر دمه د باور کولو له پاره داسې هيڅ دليل نه لري چې په دغې پيښې کې دې کوم بل کس ښکيل وي. اما د بریتانیا په ګريټر مانچستر کې پولیسو ويلي چې په دې تړاو يې دوه تنکي ځوانان نيولي او تحقیقات ورڅخه کيږي.

دويچه ویله اردو/م.ک.ص./ا.خ.ح.