امریکا پاکستان ته ۹۰۰ میلیونه ډالره پوځي مرستې کنګل کړې

امریکا متحدو ایالاتو ويلي دي چې اسلام آباد ته یې ۹۰۰ میلیونه ډالر امنیتي مرستي تر هغه وخته پورې ځنډولي دي، ترڅو اسلام آباد د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر ضد اقدامات نه وي کړي.

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دې پریکړي په اعلان سره د وسله والو طالبانو او حقاني شبکې پرضد د پاکستان د نه اقداماتو په برخه کې د ترمپ د ادارې نارضايتي روښانه کړه. طالبان او د حقاني شبکه چې ویل کیږي مشران یې په پاکستان دي، په افغانستان کې پر افغان او امریکايي ځواکونو باندي خونړي بریدونه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دقیقه توګه روښانه کړې نه ده چې له پاکستان سره د ځنډول شویو مرستو اندازه به څومره وي، ځکه په خبره یې اوس هم په دې برخه کې محاسبې روانې دي.

امریکایي چارواکي وايي چې په دې پريکړي سره دوې اصلي برخي اغیزمني شوي دي: د بهرني پوځ تمویل او د ایتلاف د ملاتړ صندق.

«د ایتلاف د ملاتړ صندق» په برخه کې چې مسئولیت یې د دفاع وزارت لري، امریکا متحدو ایالات پاکستان ته د ترهګرۍ ضد عملیاتو مصارف ورکوي. د پنتاګون ویاند پیتریک ایوانس، ویلي دي چې دغه پیسې اوس د نوي پریکړي پر اساس کنګل شوې دي.

دغه امریکايي چارواکي روښانه کړې ده چې کانګرس د ۲۰۱۷ مالي کال له پاره پاکستان ته ۹۰۰ میلیونه ډالر مرستې د «ایتلاف د ملاتړ صندوق» په چوکاټ کې تصویب کړې وي. که څه ۲۰۱۷ مالي کال د سپتمبر مياشتي پر۳۰مه نیټه پای ته ورسید خو تر اوسه لا د دغو۹۰۰ میلیونه ډالرو مرستو کومه برخه هم پاکستان ته نه ده ورکړل شوې.

په ۲۰۱۷م کال په آسيا کي دغه مهم واقعات وسول ـ انځوريز راپور

د پاسفیک د آزادې سوداګرۍ څخه د امریکا وتل

د امریکا د ولسمشر په توګه تر کار پیلولو یوازې درې ورځې وروسته، ولسمشر ترمپ د امریکا او آسیا پسیفیک هیوادونو ترمنځ د آزادې سوداګرۍ له تړون څخه د امریکا د وتلو اعلان وکړ. په ۲۰۱۶م کال کې په ترسره شوي دغه تړون کې ۱۲ هیوادونو ګډون درلود.

په ۲۰۱۷م کال په آسيا کي دغه مهم واقعات وسول ـ انځوريز راپور

’’بوڑھے شخص‘‘ اور ’’چھوٹے سے راکٹ آدمی‘‘ کے درمیان الفاظ کی جنگ

ٹرمپ کی جانب سے امریکی صدر کا عہدہ سنبھالنے کے بعد فروری کے وسط میں شمالی کوریا نے رواں برس کا پہلا میزائل تجربہ کیا۔ پھر یکے بعد دیگرے میزائل تجربے کیے جاتے رہے۔ شمالی کوریا اس سال کے دوران اپنا چھٹا جوہری تجربہ بھی کیا۔ ان تجربات کے تناظر میں صدر ٹرمپ اور کم جونگ اُن کے درمیان تند و تیز جملوں کا تبادلہ بھی ہوتا رہا۔

په ۲۰۱۷م کال په آسيا کي دغه مهم واقعات وسول ـ انځوريز راپور

په کوالالمپور کې مرموز قتل

د مالیزیال د پلازمینې کوالالمپور په هوايي ډګر کې د کم جون اون ورور کم جونګ نم د زهرجنو موادو په برید کې ووژل شو. د اندونیزیا او ویتنام هیوادونو دوه میرمنې په دې جرم کې تر توقیف لاندې دي. پر دوی تور دی چې پر اعصابو باندې برید کوونکی زهرجن مواد یې په یوه ټوټه وهلي او بیا یې د کیم جونګ نم پر مخ مښلي دي.

په ۲۰۱۷م کال په آسيا کي دغه مهم واقعات وسول ـ انځوريز راپور

د جنوبي کوریا د ولسمشرې ګوښه کیدل

د جنوبي کوریا ولسمشره پارک ګون هي د فساد په تور د روان کال په فبروري میاشت کې تر پلټنو لاندې راغله. د همدې کال په مارچ میاشت کط پر هغې باندې د فساد د تور محکمه پیل شوه. سربیره پر دې پر هغې باندې د هیواد د ځینو رازونو د افشا او له واک څخه د ناقانونه استفادې تور هم دی.

په ۲۰۱۷م کال په آسيا کي دغه مهم واقعات وسول ـ انځوريز راپور

جنوبي کوریا او یو نوی سیاسي سفر

د روان کال په مې میاشت کې د ټاکنو په پایله کې جنوبي کوریا د ازاد سوسیال ګوند مشر مون جای این بری ترلاسه کړ. د پارک ګون هي تر ګوښه کیدو وروسته، د ازاد سوسیال ګوند مشر مون جاي این د دې هیواد د نوي ولسمشر په توګه واک په لاس کې واخیست.

په ۲۰۱۷م کال په آسيا کي دغه مهم واقعات وسول ـ انځوريز راپور

روحاني د دوهم ځل له پاره د ایران ولسمشر

د ایران ولسمشر حسن روحاني د روان کال په مې میاشت کې د دې هیواد په ولسمشریزو ټاکنو کې یو ځل بیا بری خپل کړ. نوموړې په دې ټاکنو کې ۵۷،۱سلنه رایې ترلاسه کړې. د اصلاح غوښتونکی روحاني د واک په موده کې د دې هیواد د اتومي لانجمن پروګرام ستونزه تر یوې اوږدې مودې وروسته د یوې تفاهمنامې پر مټ پای ته ورسیده.

په ۲۰۱۷م کال په آسيا کي دغه مهم واقعات وسول ـ انځوريز راپور

په کابل کې د وینو بهیدل

د روان کال په ۳۱ نیټه په پلازمینه کابل کې د آلمان سفارت مخې ته خونړۍ موټر بم چاودنه وشوه. په دې پیښه کې لږ تر لږه ۱۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او شاوخوا ۴۵۰ کسان بیا ټپي شوي وو. د آلمان استخباراتي ادارې د دې برید په هکله افغان چارواکو ته خبر هم ورکړی وو.

په ۲۰۱۷م کال په آسيا کي دغه مهم واقعات وسول ـ انځوريز راپور

یو بل مرموز مرګ

په شمالي کوریا کې یو نیم کال بندي شوی امریکايي زده کوونکی اوټو وارمبیر د روان کال په جون میاشت کې بیرته امریکا ته ولیږدول شو. نوموړي په دې وخت کې بې هوښه وو او خپل هیواد ته تر رسیدو څه موده وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا چې له هغه سره په شمالي کوریا کې څه شوي، دا تر اوسه روښانه نه ده.

په ۲۰۱۷م کال په آسيا کي دغه مهم واقعات وسول ـ انځوريز راپور

د هند نوی ولسمشر

د روان کال په جولای میاشت کې هندوستان خپل نوی ولسمشر وټاکو. نوی ولسمشر د یوې داسې ډلې له خلکو څخه دی چې په هندوستان کې د بیلابیلو ستونزو او ټولنیز بیلوالي ښکار دي. د ولسمشر په توګه د کووند ټاکل کیدل د دې ټولنې له پاره یوه ستره بریا وه.

په ۲۰۱۷م کال په آسيا کي دغه مهم واقعات وسول ـ انځوريز راپور

د چین د حکومت تر ټولو ستر دښمن هم ومړ

د روان کال په جولای میاشت کې د بشري حقونو او د جمهوریت د آواز پورته کوونکی او د سولې د نوبل جایزې ګټونکی چینايي لیو شیاوبو په ۶۱ کلنۍ کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړی د ځګر په سرطان اخته وو. د یوې اوږدې مودې له پاره په زندان کې پاتې شوی شیاوبو تر مرګ دوه اونۍ مخکې د روغتیايي ستونزو له امله آزاد کړی شوی وو.

په ۲۰۱۷م کال په آسيا کي دغه مهم واقعات وسول ـ انځوريز راپور

د پاکستان د لومړي وزیر لیرې کیدل

د پاکستان سترې محکمې د فساد په یوه محکمه کې د دې هیواد ملکي لومړی وزیر نواز شریف نا اهل وګرځول شو او په دې توګه هغه د پارلمان د غړي او همدا راز د دې هیواد د صدراعظمۍ حق ترې واخیستل شو.

په ۲۰۱۷م کال په آسيا کي دغه مهم واقعات وسول ـ انځوريز راپور

د روهنګیا کړکیچ

د روان کال په اګست میاشتې په پای کې د روهنګیايي یاغیانو لخوا د میانمار پر پوځ باندې تر برید وروسته، د دې هیواد په راکهین ولایت کې پوځي عملیات پیل شول. تر عملیاتو وروسته له ۶ لکو څخه ډیر روهنګیايي مسلمانان هجرت ته اړ شول او بنګلدیش ته ورسیدل. په دې ترڅ کې سلګونو کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړ. ملګرو ملتونو په میانمار کې پر روهنګیایانو باندې دغه کار د نسل وژنې په توګه یاد کړ.

په ۲۰۱۷م کال په آسيا کي دغه مهم واقعات وسول ـ انځوريز راپور

د شمالي کوریا لخوا د توغندیو آزمویل

د روان کال د سپتمبر میاشتې په دریمه نیټه شمالي کوریا د توغندیو خپله ۶مه آزموینه وکړه او دغه وروستی آزموینه د اتومي آزموینو په کتار کې تر ټولو ځواکمه ګڼل کیږي. شمالي کوریا بیا ویلي چې دا د هایدروجني بم آزموینه وه چې د دې وړتیا لري چې پر قاره ای توغندیو هم نصب کړل شي.

په ۲۰۱۷م کال په آسيا کي دغه مهم واقعات وسول ـ انځوريز راپور

د چین تر ټولو ځواکمن ولسمشر

د روان کال د اکتوبر په میاشت کې د چین د کمونیست ګوند کنګره تشکیل شوه. په دې کنګره کې د ولسمشر شي جنګ پنګ ښه ملاتړ وشو.

په ۲۰۱۷م کال په آسيا کي دغه مهم واقعات وسول ـ انځوريز راپور

د مراوي جګړه

د فلپین په مراوي ښار کې د اسلامي دولت اړوند جنګیالیو او د دې هیواد د امنیتي ځواکونو ترمنځ د پنځو میاشتو اوږده جګړه د اکتوبر میاشتې په ۲۳ نیټه پای ته ورسیده. دې ښار ته د حکومتي واک د بیرته لیږلو له پاره د پوځي عملیاتو په پایله کې ټولټال له زرو څخه ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

په دې پریکړه کې همداراز ۲۵۵ میلیونه ډالره نوري پیسې هم شاملې دي چې د ۲۰۱۶ مالي کال له پاره تصویب شوې وې. دا پیسې باید په پاکستان کې «د بهرني پوځ تمویل» په چوکاټ کې ورکړل شوې وای چې مسئولیت یې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لري.

امریکایي چارواکو ټینګار کړی دی چې په وروستۍ پریکړه کې اسلام آباد ته د واشنګټن ملکي مرستي شاملې نه دي. دا خبره هم روښانه شوې ده چې که پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې پر ضد په اقداماتو لاس پورې کړې، نو کنګل شوې پیسې به هم ورته ورکړل شي.

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي خبریالانو ته وویل: «موږ هیله لرو چې هغوی [پاکستاني چارواکي] به دا اقدام د دې ادارې [دونالد ترمپ ادارې] د ډیرې ناخوښې نښانې په توګه وویني چې زموږ د اړیکو د څرنګوالي په اړه موجوده ده. هغوی [پاکستانیان] باید د هغو اقداماتو په کولو کې جدي ووسي چې موږ یې غوښتنه کړې، ترڅو زموږ اړیکې قوي وي.»

دغه چارواکي زیاته کړې ده: «موږ هیله لرو چې دا اقدام به پاکستان ته انګیزه ورکړي، او دغه هیواد به زموږ اقدام ته د یوې سزا په سترګه و نه ګوري.»

د ترمپ ادارې د چهارشنبې په ورځ ګانګرس ته د پاکستان په اړه خپلې پریکړې  معلومات ورکړل.

امریکا متحد ایالات او افغانستان پر پاکستان باندي تور لګوي چې د حقاني شبکې او طالبانو ملاتړ کوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په صادقانه توګه عمل نه کوي، خو پاکستان بیا تل دغه تورونه ردوي او وایي چې په دې برخه کې د اسلام آباد هڅې له پامه غورځول کیږي.

پر پاکستان باندې د امریکا متحدو ایالاتو نیوکې تازه خبره نه ده. پخواني ولسمشر بارک اوباما او ځينو سناتوارانو هم دا کار کړی دی. خو ولسمشر ترمپ او ادارې یې بیا په دې برخه کې تر پخوا سختې خبري کړي دي او داسې ښکاري چې پر اسلام آباد باندې د فشار راوړلو له پاره ښايي خپل امکانات و آزمويي.

د امریکا په سنا کې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر سناتور باب کروکر، ویلي: «پاکستان له تر ټولو دوه مخو هیوادونو څخه دی چې ما ورسره سروکار لری دی.»

کارپوهان بیا په دې نظر دي چې پر اسلام آباد باندې په ډیر فشار راوړلو سره دغه هیواد کیدای شي چې په ورته اقداماتو لاس پورې کړي. له جورج تون پوهنتون څخه د سویلي اسیا کارپوهه کریستین فییر، په دې باور ده چې پاکستان کیدای شي د ناټو او افغان امنیي ځواکونو د اکمالاتي کتارونو مخه ونیسي.

Reuters,dpa(M.J/N.Z)

زموږ له ارشیف څخه

د افغانستان او پاکستان د پياوړتيا مقايسه

نفوس ـ افغانستان ۳۳ مليونه ـ پاکستان ۱۹۹ مليونه

د دغه انځوريز راپور معلومات د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۵مه نېټه له ګلوبل فاير پاور پاڼې څخه اخيستل سوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]

د افغانستان او پاکستان د پياوړتيا مقايسه

نارينه ـ افغانستان ۱۴ مليونه ـ پاکستان ۹۵ مليونه

د افغانستان او پاکستان د پياوړتيا مقايسه

د عسکرۍ وړ ـ افغانستان ۸ مليونه ـ پاکستان ۷۵ مليونه

د افغانستان او پاکستان د پياوړتيا مقايسه

فعال عسکر ـ افغانستان ۲۰۰ زره ـ پاکستان ۶۲۰ زره

د افغانستان او پاکستان د پياوړتيا مقايسه

ټولې الوتکې ـ افغانستان ۱۸۵ ـ پاکستان ۹۲۳

د افغانستان او پاکستان د پياوړتيا مقايسه

جنګي الوتکي ـ افغانستان صفر ـ پاکستان ۳۰۴

د افغانستان او پاکستان د پياوړتيا مقايسه

ترانسپورتي الوتکي ـ افغانستان ۱۵۳ ـ پاکستان ۲۶۱

د افغانستان او پاکستان د پياوړتيا مقايسه

نظامي خدمت وړ هوايي ډګرونه ـ افغانستان ۵۲ ـ پاکستان ۱۵۱

د افغانستان او پاکستان د پياوړتيا مقايسه

ټانکونه ـ افغانستان ۷۰۰ ـ پاکستان ۲۹۲۴

د افغانستان او پاکستان د پياوړتيا مقايسه

زغروال موټر ـ افغانستان ۹۶۶۹ ـ پاکستان ۲۸۲۸

د افغانستان او پاکستان د پياوړتيا مقايسه

ګرځنده توپونه ـ افغانستان صفر ـ پاکستان ۴۶۵

د افغانستان او پاکستان د پياوړتيا مقايسه

څو ميله لرونکي توپونه ـ افغانستان ۵۰ ـ پاکستان ۱۳۴

د افغانستان او پاکستان د پياوړتيا مقايسه

اټومي وسلې ـ افغانستان صفر ـ پاکستان د ۲۴ او ۷۵ تر منځ

منبع: globalsecurity.org

د افغانستان او پاکستان د پياوړتيا مقايسه

بهرنۍ قرضې ـ افغانستان ۱،۲ مليارد ډالره ـ پاکستان ۵۸ مليارد ډالره

د افغانستان او پاکستان د پياوړتيا مقايسه

کاري ځواک ـ افغانستان ۷،۵ مليونه نفر ـ پاکستان ۶۱،۵ مليونه نفر

د افغانستان او پاکستان د پياوړتيا مقايسه

تائيد سوي د تيلو ورځنۍ ځېرمي ـ افغانستان صفر ـ پاکستان ۳۷۱ مليون بېرل

د افغانستان او پاکستان د پياوړتيا مقايسه

پاخه سړکونه ـ افغانستان ۴۲ زره کيلومتر ـ پاکستان ۲۶۰ زره کيلومتر

د افغانستان او پاکستان د پياوړتيا مقايسه

اورګاډي پټلۍ ـ افغانستان صفر ـ پاکستان ۷۷۹۱ کيلومتر

د افغانستان او پاکستان د پياوړتيا مقايسه

مساحت ـ افغانستان ۶۵۲ زره مربع کيلومتر ـ پاکستان ۷۹۶ زره مربع کيلومتر

د دغه انځوريز راپور معلومات د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۵مه نېټه له ګلوبل فاير پاور پاڼې څخه اخيستل سوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]

موږ تعقيب کړئ