1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پر ایران تازه بندیزونه لګولي

۱۳۹۵ بهمن ۱۶, شنبه

د ولسمشر ترمپ ادارې د ایران په هکله د واضح او سخت سیاست په عملي کولو سره د دې هیواد پر ملي ادارو او ایرانیانو تازه بدنیزونه وضع کړي دي.

https://p.dw.com/p/2WyfO
Iran Ghadr-F Rakete Khomeini Portrait
انځور: picture-alliance/AP Photo/V. Salemi

د امریکا د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ ۳يمه نېټه) پر خپله ویبپاڼه ویلي دي چې واشنګټن ۱۳ وګړي او ۱۲ ادارې د ایران د بندیزونو په نوملړ کې ور زیات کړي دي.

دغه پریکړه د ایران له خوا د منځني واټن ویشتونکي بالستیک توغندي د آزمویلو پر سر د سپینې ماڼۍ تر خبرداري او همدا راز په یمن کې د ایران له خوا د شیعه جنګیالو تر ملاتړ، څو ورځې وروسته نیول کیږي.

د بندیزو سره مخ شوې ځینې ایرانۍ شرکتونه په متحده عربي اماراتو، لبنان او چین کې فعالیت کوي او دغه بندیزونه به د ایران په ګډون د یادو هیوادونو وګړي هم اغیزمن کړي.

جان سمیت، د امریکا د خزانې د وزارت د بهرنیو اساسو د کنټرول د دفتر سرپرست مشر وویل: «د ایران له خوا د ترهګرۍ د ملاتړ ادامه او همدا راز د دې هیواد لخوا د بالستیک توغندي د آزموینې پروګرام ټولې سیمې، په نړۍ کې زموږ ټولو متحدینو او امریکا متحده ایالاتو ته خطر رامنځ ته کوي.»

د امریکا ولسمشر دونلد ترمپ د تهران پر وړاندې د سخت دریځ غوره کولو څراغ ورکړی دی او پر خپله ټویټر پاڼه یې د جمعې په ورځ لیکلي وو چې دوی د «اور سره لوبه کوي» او د اوباما اداره په دې هکله ډیره «مهربانه» وه.

د جمعې د ورځې اقدام، د امریکا په بانکونو کې د یادو ادارو او کسانو هر راز ملکیتونه منجمد کوي او پر امریکايي شرکتونو بندیز وضع کوي چې له یادو کسانو سره سوداګري ونه کړي. واشنګټن وايي چې له بندیز سره مخ شوو کې شرکتونه، کسان او منځګړي شرکتونه شامل دي چې د ایراني سوداګر عبدالله اصغرزاده، په مشرۍ د سوداګرۍ د یوې سترې شبکې ملاتړ کوي.

د امریکا د خزانې وزارت همدا راز وايي چې په لبنان کې میشته یوه شبکه هم په نښه شوې چې د ایران د سپاه پاسداران له خوا یې چارې پرمخ وړل کیدې. سپاه پاسداران په ایران کې یو مهم نظامي جوړښت دی چې د ایران په سیاست او اقتصاد کې ډیر ځواک او قدرت لري.

ایران جګړه نه پیلوي

له بندیزونو څه موده مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، وویل چې پر تهران «تهدیدونه اغیز نه کوي» او زیاته یې کړه چې «موږ به هیڅکله هم جګړه پیل نه کړو خو موږ پر خپلو دفاعي وړتیاوو ډیره تکیه کوو».

په ۲۰۱۵م کال کې له ایران سره تر اټومي معاملې وروسته، دې هیواد څو ځله بالستیک توغندي آزمویلي دي، خو وروستۍ آزموینه يې د ترمپ د واک په موده کې لومړۍ وه. له ایران سره د اټومي پروګرام د کنټرول په هدف د نړیوالو بندیزونو د لیرې کیدو د مهمې معاملې یوازې یو کال وروسته، نوي بندیزونه یو ځل بیا پر ایران وضع کیږي.

په ورته وخت کې ایران ټینګار کوي چې دوی اوس د بالیستیک توغندي د آزمویلو حق لري او د دوی اټومي پروګرام بند شوی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې په دې هکله ویلي: «د امریکا د متحده ایالتو د ادارې لخوا غیرمسلکي او غیرمنطقي سیاست به د ایران د سیاست په پرنسیپ کې کوم بدلون رامنځ ته نه کړي.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګبریل، د تازه وضع شوو بندیزونو د خبر په ځواب کې وویل چې هغه د امریکا غبرګون «درکوي» او زیاته یې کړه چې «په ښکاره توګه د توغندیو دغه آزموینه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټول اړوند پریکړه لیکونه تر پښو لاندې کوي».

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.04.2015):