1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پر سعودي عربستان د دفاعي توغندیو پلورل تائید کړل

۱۳۹۶ مهر ۱۵, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو حکومت پر سعودي عربستان باندې د «تاد» په نوم د دافع هوا توغندیو پلورل تائید کړل. د دغه تړون ارزښت ۱۵ میلیارده ډالر دی. د «تاد» په نوم پرمخ تللي توغندي د بالستیک توغندیو پر ضد طرحه شوي دي.

https://p.dw.com/p/2lPhs
USA bauen Raketenabwehr in Südkorea auf
انځور: picture-alliance/dpa/R. Scott/Department Of Defense

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ویلي دي چې د دغه دفاعي سیستم پلورل به د متحدو ایالاتو امنیت پیاوړي کړي او «د ایران او نورو سیمه ایزو ګواښونو پر وړاندې» به د سعودي عربستان او نورو خلیجي سیمو اوږدمهاله امنیت څخه ملاتړ وکړي.

د دغه دفاعي توغندیو د پلورلو خبر روسیې ته د سعودي عربستان د پاچا سلمان د سفر یوه ورځ وروسته ورکول کیږي. سعودي عربستان له روسیې څخه پر نورو سربیره اس ـ ۴۰۰ ډوله دفاعي توغندیو د رانیولو قراردادونه هم له روسیې سره لاسلیک کړل.

Infografik THAAD Flugabwehrraketensystem NEU ENG

د دې تر څنګ روسیه به په راتلونکي کې په سعودي عربستان کې وسلې تولید کړي. سربیره پر دې دواړو خواو سعودي ځواکونو ته د پوځي روزنې پر پروګرام هم موافقه کړې ده، د بیلګې په توګه د جنګي وسلو او تجهیزاتو کارونې د تخنیک په برخه کې. د سعودي عربستان یوه ویاند په مسکو کې وویل چې دغه موافقتنامې به د سعودي عربستان د پوځي صنعت د ودې او پراختیا په برخه کې کلیدي رول ولوبوي.

د «تاد» په نوم دفاعي سیستم د دې له پاره جوړ شوی دی چې د لنډ او منځني واټن ویشتونکي بالستیک توغندي د خپلې الوتنې په نهایي پړاو کې له منځه یوسي.

متحدو ایالاتو په روان میلادي کال کې د شمالې کوریا د کړکیچ له کبله په جنوبي کوریا کې د دغه سيستم پر نصبولو باندې لاس پورې کړ. د متحدو ایالاتو دغه ګام د چین له سخت انتقاد سره مخامخ شوی وو.

متحدو ایالاتو لا تر مخه دغه دافع هوا سیستم پر قطر او متحده عربي اماراتو باندې پلورلی دی.

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: