1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په افغانستان کي خپل جنگي حضور ساتي

۱۳۹۰ بهمن ۱۶, یکشنبه

د نیویارک ټایمز ورځپاڼي ویلي دي چي متحده ایالات به په افغانستان کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپل ځيني خاص جنگي ځواکونه وساتي.

https://p.dw.com/p/13xJM
امریکا به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان خپل یو شمیر جنگي پوځیان وساتي
امریکا به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان خپل یو شمیر جنگي پوځیان وساتيانځور: dapd

دغه سرتیري به په افغانستان کي د ځانگړو عملیاتو د تر سره کولو مسئولیت ولري. نیویارک ټایمز ویلي دي چي دغه ځواکونه به په افغانستان او سیمه کي د ترهگرو د مشرانو د پیداکولو او له محلي ځواکونو سره د مرسته کولو دنده ولري. نیویارک ټایمز، چي د پینتاگون د یو شمیر چارواکو په حواله چي نوم ئې نه دئ اخیستل شوی ویلي دي چي دغه ځواکونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کي پاته شي.

د ناټو د دفاع د وزیرانو او د مونشن په امنیتي غونډو کي د ناټو غړو هیوادونو هیله څرگنده کړه چي افغان امنیتي ځواکونه به په ۲۰۱۳ کال کي د افغانستان امنیتي چاري په لاس کي ونیسي. تر دې وروسته به بهرني ځواکونه یوازي د افغان ځواکونو په روزنه کي ونډه واخلي.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر د ناټو د دفاع وزیرانو غونډي ته له تلو مخکي ویلي وو چي امریکا کیداي شي په ۲۰۱۳ کال کي په افغانستان کي خپل نقش بدل کړي او په جگړي که د برخه اخیستلو پر ځای د افغان ځواکونو روزني ته پام واړوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼي ویلي دي چي د نوي پلان له مخي به د ۲۰۱۴ کال وروسته هم په زرگونه امریکايي خاص سرتیري په افغانستان کي میشت وی. نوي پالیسي کیداي شي چي بارک اوباما ته یو څه سیاسي گټه ورسوي. پر اوباما جمهوري غوښتونکي نیوکي کوي چي له افغانستان څخه ځواکونه ژر راباسي.

د نیویارک ټایمز په رپوټ کي راغلي دي چي د نوي پالیسي له مخي به خاص ځواکونه د خاصو عملیاتو د ترسره کولو او افغان ځواکونو د روزني په موخه په افغانستان کي پاته شي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼي ویلي دي چي دغه امریکایي خاص ځواکونه به په افغانستان کي د افغان امنیتي ځواکونو د روزني او خاصو عملیاتو ترسره کولو مسئولیت ولري. د دغو عملیاتو په ترڅ کي به د ترهگرو مشران په گوته کیږي، نیول کیږي او وژل کیږي. دغه ځواکونه به همداراز پر ترهگرو فشار رواړي چي بیا قدرت ته و نه رسیږي.

د ورځپاڼي په حواله د نوي پلان له مخي به امریکا په افغانستان کي لوي ځواک و نه لري، له ښارونو او لویو کلیو څخه به ساته و نه کړي او اوږدي گزمي به هم ترسره نه کړي. نیویارک ټایمز ویلي دي چي دغه مسئولیتونه به ټول افغان ځواکونو ته وسپارل شي او خاص امریکايي ځواکونه به له هغوی څخه یوازي ملاتړ کوي او ځيني خاص عملیات به ترسره کوي.

مسعود جهش (د فرانسي خبري آژنس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل