1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په افغانستان کې د داعش پر ضد بریدونه ډیر کړي

۱۳۹۴ بهمن ۲۳, جمعه

د امریکا د پوځ یوه ویاند ویلي دي چې د ولسمشر بارک اوباما له خوا تیره میاشت پوځي قوماندانانو ته د دې اجازه ورکولو وروسته چې په افغانستان کې داعش په نخښه کړي، د دغي ډلي پر ضد هوایي بریدونه ډېر شوي.

https://p.dw.com/p/1HuD4
انځور: picture-alliance/dpa/Armin Weigel

رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې افراطي ډله «اسلامي دولت» یا داعش په افغانستان کې نسبتا نوی ځواک دی او په وینا یې دغې یاغي ډلې د افغانستان په ځینو برخو کې وسله وال طالبان له چلینج سره مخامخ کړي دي.

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په جنورۍ میاشت کې پوځ ته د داعش پر ضد د بمباریو اجازه ورکړه. تر دې د مخه هم امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د داعش پر ضد بمباري کولای شوای، خو په هغه صورت کې چې د خپلو ځواکونو خوندیتوب يې اړين وای.

د امریکا د پوځ یوه ویاند ډگر جنرال ویلسن شوفنر، خبریالانو ته وویل: «په تیرو اوونیو کې په ننگرهار ولایت کې موږ په ځانگړې توگه د داعش پر ضد فشار او د هوایي بریدونو شمیر زیات کړی دی. دې بدلون، موږ ته اضافي انعطاف پذیري راکړه.»

شوفنر د هوایي بریدونو د دقیق شمیر له ورکولو څخه ډډه وکړه خو ویې ویل چې له افغان امنيتي ځواک سره په گډه په ننگرهار کې پر داعش باندي لاس بري شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په ننگرهار ولایت کې په جنوري میاشت کې افغان او نړیوالو ځواکونو د داعش پر ضد کابو شل عملیات کړي دي.

شوفنر په خپلو خبرو کې ویلي دي چې اسلامي دولت، یا داعش اوس د دې جوگه نه دی چې په یوه وخت تر یوه تعرض پرته ډیري حملې وکړي، خو په وینا یې په ننگرهار کې د یوه مرکز د جوړولو او د هیواد په ځینو برخو کې خپلو لیکو ته د جنگياليو د جذبولو هڅه کوي.

د هغه په خبره د افغانستان په ختیځ کې د دغي ډلي جنگیالیو شمیر له ۱۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ تنو دی.

د شوفنر، په خبره هغه کسان چې له داعش سره یو ځای کیږي د افغان طالبانو او یا پاکستاني طالبانو چې «تحریک طالبان پاکستان» نومیږي، له ډلي جلا شوي غړي دي.

د ناټو یوه هوایي برید تیره میاشت په ننگرهار ولایت کې د داعش راډیو ویجاړه کړه. دغه راډیو د ورځې ۹۰ دقیقي په پښتو او دري ژبو خپرونې درلودې.