1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په غوطه کې روسیه د ملیکانو په وژنه تورنه کړې

۱۳۹۶ اسفند ۱۴, دوشنبه

امریکا متحدو ایالاتو د سوریې په ختیځ غوطه کې مسکو د ملکي کسانو په وژنو کې شریک مسئول بللی دی. د سپينې ماڼۍ له لوري په یوه بیانیه کې راغلي دي چې د ملګرو ملتونو پر یوه اوربند سربیره روسي الوتکو په بمبارۍ کې ونډه لرلې ده.

https://p.dw.com/p/2thlc
Syrien Assad kündigt Fortsetzung der Angriffe auf Ost-Ghuta an
انځور: picture alliance/AA/A. Sab

امریکا متحدو ایالاتو د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې د روسیې پوځي الوتکو د فرورۍ له ۲۴څخه تر ۲۸ پورې دمشق په ختیځ کې هره ورځ خونړي بمبارۍ کړي دي. خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې دا تر اوسه د مسکو پر وړاندې په کلابنده شوې ختیځ غوطه سیمه کې د ملکیانو په وژنه کې د لاس لرنې سخت تورونه دي چې لګول کیږي.

د سپیني ماڼۍ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې روسیې د ملګرو ملتونو اوربند په پام کې نه نیولو سره د ترهګرۍ ضد ناسمې پلمې په ترڅ کې بې ګناه ملکي کسان وژلي دي. په بيانيه کي راغلي دي: «دا د درواغو او بې قید او شرطه د زور هغه ترکیب دی چې روسیې او د سوریې رژیم په ۲۰۱۶م کال کې د حلب د منزوي کیدو او ویجاړولو له پاره استعمال کړ، چې په پایله کې یې په زرونو ملکیان ووژل شول.»

د سوریې ولسمشر بشارالاسد ویلي دي چې پلازمینې دمشق ته څیرمه د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمه کې به خپلو پوځي عملیاتو ته ادامه ورکړي.

اسد د یکشنبې په ورځ په دمشق کې د خبریالانو یوې کوچنۍ ډلې سره په خبرو کې وویل چې هره ورځ به په ختیځ غوطه کې پنځه ساعته بشري وقفه ادامه ومومي، څو هغه ملکیان چې له سیمې وتل غواړي، دغه کار تر سره کړی شي.

اسد دا خبره هم رد کړه چې ګنې د سوریې حکومت په بریدونو کې له زهرجن ګاز څخه کار اخیستی دی او دا ډول رپوټونه یې د لویديځ د تبلیغ یوه برخه وبلله.

لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې یاغیان لږ تر لږه د یوه ښارګوټي د کنترول په تر لاسه کولو توانیدلي او په وینا یې جګړه ادامه لري.

دغه سازمان او د سوریې ملکي دفاعي ټولنې ویلي دي چې د ځواکونو د پرمختګ له کبله ډیر ملکيان له خپلو کورونو تښتیدلي دي او تر ځمکې لاندې تهکاويو کې پناه اخلي. غوطه میشتې یوه فعال نور آدم، اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «دا یوه سوځنده تګلاره ده.» د هغه په خبره خلک د بې رحمه بمبارۍ له کبله په تیښته دي.

په عین وخت کې روسیې پر یاغیانو تور لګولی دی چې د ملکیانو د تګ مخه نیسي، خو یاغیان بیا دغه تورونه ردوي. یاغیان وایي چې د بشري کريدور یا دهلیز رامنځ ته کول د حکومت د هغو هڅو برخه ده چې ولس په زوره بې ځایه کړي. هغوی پر حکومتي ځواکونو غږ وکړ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري تصویب شوی اوربند په بشپړه توګه تطبیق کړي.

مکرون له ایرانه غوښتي دي چې پر سوریې فشار راوړي

همداشان د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د یکشنبې په ورځ د ایران له ولسمشر حسن روحاني څخه په کلکه غوښتي دي چې د سوریې پر حکومت باندې فشار راوړي، څو د هغه په خبره د ختیځ غوطې کلابندي شوې سیمې د خلکو پر وړاندې بې توپیره بریدونو ته د پای ټکی کښیږدي. پر دې سربیره هغه دغې سیمې ته د بشري مرستو او د سختو ټپي شوي کسانو د راوتلو د اجازې غوښتنه هم کړې ده.

د مکرون د دفتر له لورې په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي دي چې روحاني پر دې باندې توافق کړی دی چې په راتلونکي ورځو کې په دې هکله ګډ کار وشي چې ملکي کسانو ته اړیني مرستې ورسول شي او اوربند تطبیق شي. په دغه بیانیه کې راغلي دي چې مکرون له روحاني دغه غوښتنه د ایران او سوریې د حکومت تر منځ د اړیکو له کبله کړې ده.

زموږ له آرشیف څخه: