1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په لازمو احتیاطي اقداماتو لاس پورې کړی

مسعود جهش (AFP, Reuters, AP, dpa)۱۳۹۲ فروردین ۱۶, جمعه

امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې تر هغه وروسته یې په لازمو احتیاطي اقداماتو لاس پورې کړی دی چې شمالي کوریا د لیرې واټن توغندي د دې هیواد ختیځ ساحل ته ولیږدول.

https://p.dw.com/p/18AKF
North Koreans attend a rally held to gather their willingness for a victory in a possible war against the United States and South Korea in Nampo, North Korea, April 3, 2013 in this picture released by the North's official KCNA news agency in Pyongyang on Wednesday. REUTERS/KCNA (NORTH KOREA - Tags: POLITICS MILITARY) ATTENTION EDITORS - THIS PICTURE WAS PROVIDED BY A THIRD PARTY. REUTERS IS UNABLE TO INDEPENDENTLY VERIFY THE AUTHENTICITY, CONTENT, LOCATION OR DATE OF THIS IMAGE. THIS PICTURE IS DISTRIBUTED EXACTLY AS RECEIVED BY REUTERS, AS A RVICE TO CLIENTS. NO THIRD PARTY SALES. NOT FOR USE BY REUTERS THIRD PARTY DISTRIBUTORS
Nordkorea Massendemonstrationانځور: Reuters/KCNA

د پنجشنبې په ورځ د شمالي کوریا دغه اقدام امریکا متحده ایالاتو ته د دغه هیواد وروستی گواښ وو. شمالي کوریا تر هغه وروسته امریکا او جنوبي کوریا ته گواښونه ورکړل، چې تر فبروري میاشت وروسته ملگرو ملتونو پر دې هیواد باندې خپل بندیزونه نور هم سخت کړل او بیا وروسته امریکا او جنوبي کوریا یو لړ گډ پوځي مانورونه هم په لاره واچول.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني، ویلي دي چې د شمالي کوریا وروستي گواښونه که څه هم خواشینوونکي دي خو دا کوم نوی اقدام نه دی. هغه زیاته کړې ده: «موږ په ټولو لازمو احتیاطي اقداماتو لاس پورې کړی دی.»

په همدې حال کې د ملگرو ملتونو سرمنشي بانکي مون، په مدرید کې د شمالي کوریا د وروستیو گواښونو په اړه خپله انديښنه څرگنده کړې ده. هغه د پنجشنبې په ورځ وویل: «اتومي گواښونه کومه لوبه نه ده. دغه ډول گواښونه ډیر جدي دي او زه فکر کوم چې هغوی ډیر پر مخ تللي دي. زه اندیښنه لرم چې که د کومې غلط فهمي او یا هم د وضعیت د غلطې ارزونې په پایله کې په کوریا کې کوم کړکیچ رامنځ ته شي، نو دا به ډیرې جدي پایلې ولري.»

توغندی متحده ایالاتو ته نه شي رسیدای

تر دې مخکې د جنوبي کوریا د دفاع وزیر ویلي وو چې هغه توغندي چې شمالي کوریا خپل ختیځ ساحل ته لیږدولي دي کولای شي چې لیرې هدفونو ته ځان ورسوي، خو هغه پر دې خبره باندې ټینگار کړی وو چې دا توغندی متحده ایالاتو ته د رسیدو توان نه لري. تر دې مخکې د چهارشنبې په ورځ امریکا متحده ایالاتو هم اعلان کړی وو چې په پسیفیک کې یې د خپلو سرتیرو د امنیت ساتلو له پاره په نورو اقداماتو هم لاس پورې کړی دی.

د کیسونگ صنعتي پارک اوس هم تړلی پاتې دی

په همدې حال کې شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ هم د جنوبي کوریا کارکوونکو ته اجازه ور نه کړه چې د کیسونگ صنعتي پارک ته ورداخل شي. دغه پارک د شمالي کوریا په خاوره کې پروت دی چې په کې له سلو څخه ډیر د جنوبي کوریا شرکتونه فعالیت کوي. دغو شرکتونو شاوخوا ۵۰۰۰۰ شمالي کوریایانو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده.

که څه هم شمالي کوریا د دغو شرکتونو رئیسانو ته ویلي دي چې هغوی کولای شي له دې ځایه بهر شي، خو ډیر شمیر دغو کسانو غوره کڼلې ده چې په دې سیمه کې پاتې شي، ځکه هغوی ویره لري، چې بیا به شمالي کوریا ته د وداخلیدو اجازه ترلاسه نه کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب