1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: په ښوونځي کې رامنځ ته شوې پیښې خلک غمجن کړي

۱۳۹۱ آذر ۲۵, شنبه

د امریکا په متحده ایالاتو کې یوه وسلوال ۲۶ تنه په ډزو وژلي دي. دغه پیښه په یوه لومړني ښوونځي کې رامنځته شوې ده. پر دغه پیښه نړیوالو مشرانو خپله خواشیني څرگنده کړې ده.

https://p.dw.com/p/1731h
انځور: Reuters

د رپوټونو په حواله دغه پیښه د جمعې په ورځ د غرمې وروسته Connecticut، ایالت د نیو ټاون په ښار کې رامنځ ته شوې ده. په پیښه کې د ښوونځي ۲۰ تنه زده کوونکي او شپږ غټان وژل شوي دي.

ویل کیږي چې برید کوونکی ۲۰ کلن آدم لنزا، نومیږي، خو دا خبره لا تر اوسه د پولیسو له لوري په رسمي توگه نه ده تائید شوي. د رپوټونو په حواله دغه شل کلن ځوان هم د ښوونځي په انگړ کې مړ موندل شوی دی.

دویمه پیښه

لا تر اوسه د پیښې د دقیق څرنگوالي په اړه د قانون نافذونکو چارواکو له لوري څیړنې رواني دي. خو داسې ویل کیږي چې وسلوال کس ښوونځي ته ورننوتی او په ډزو یې پیل کړې چې په پایله کې یې ۱۸ شاگردان چې عمرونه یې د پنځو او لسو کلونو تر منځ دي وژل شوي دي. د برید کوونکي پرته نور شپږ تنه غټان هم د ښوونځي په انگړ کې مړه موندل شوي دي. دوه تنه نور ماشومان چې په پیښه کې ټپیان شوي وو، د ټپونو له امله یې په روغتون کې سا ورکړې.

Schießerei an Grundschule in Connecticut
انځور: AP

پولیس د یوې بلې پیښې په اړه هم پلټنې کوې چې د ښوونځې څخه وړاندې یوه بل کس مړ موندل شوی دی. د رپوټونو په حواله ښایي چې دغه وژل شوې میرمن د برید کوونکي مور وي، چې په خپل کور کې وژل شوې ده. زیاته شوې ده چې تر هغې وروسته وسلوال د خپل مور په موټر کې د ښوونځي په لور تللی دی.

د عیني شاهدانو د وینا له مخې دغه برید کوونکي مرمۍ ضد واسکټ پر تن وو او لږ تر لږه درې میله وسله ورسره وه.

د دغه پیښې څو ساعته وروسته د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما یوه تلویزوني بیانیه ورکړه. هغه په داسې وخت کې چې خپل احساسات او اوښکې یې نه شوې ټینگولې، وویل: «په متحده ایالاتو کې به داسې مور او پلار نه وي چې پر دغه پیښې زما په څیر دروند غمجن شوی نه اوسي.»

US-Präsident Barack Obama Rede nach Amoklauf in Newtown
انځور: Getty Images

د نیو ټاون په ښار کې رامنځ ته شوې دغه پیښه په متحده ایالاتو کې یوه له بدترینو پیښو څخه گڼل کیږي. په ۲۰۰۷م کال کې په ویرجینیا کې یوه محصل د پوهنتون په انگړ کې د خپل ځان تر وژلو دمخه ۳۲ تنه وژلي وو.

د خواشینۍ پیغامونه

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ته د خواشینۍ یو پیغام استولی دی. هغه په خپل پیغام کې ویلي چې دغه خبر «زه ډیر مایوسه کړی یم او په دې اړه خپله ژوره خواشیني څرگندوم.»

د بریتانیې لومړي وزیر دیوید کمېرون هم په یوه پیغام کې ورته خواشیني څرگنده کړې ده.

Reuters, AFP, dpa/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اڅکزی