1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنستي انټر نيشنل: افغاني ځواکونو ته بنديان مه سپارئ.

۱۳۸۶ آبان ۲۲, سه‌شنبه

د عمومي بخښني او بشري حقونو نړيوالي ټولني امنستي انټرنيشنل په افغانستان کي د سوله ساتو ځواکونو څخه غوښتي چي بنديان دي افغاني ادارې ته نه سپاري.

https://p.dw.com/p/DK7z
په هغه رپوټ کي چي دې ټولني خپورکړی پکښي راغلي دي چي افغاني چارواکو ته سپارل سوي کسان سخت کړوي او ناوړه چلند ورسره کوي.
په هغه رپوټ کي چي دې ټولني خپورکړی پکښي راغلي دي چي افغاني چارواکو ته سپارل سوي کسان سخت کړوي او ناوړه چلند ورسره کوي.انځور: dpa

وروسته له هغه چي څو ورځي مخکي پر کاناډايي ځواکونو دا تور ولګېدی چي نيول سوي شکمن کسان يي تر يو لږ ځنډ وروسته افغاني ځواکونو ته سپارلي او هغوي له بنديانو سره ډير سخت چلند کړی چي بياوروسته د کاناډا هيواد د دفاع وزارت لخوا دا تورونه رد سول اوس د بشري حقونو نړيوالي ټولني په افغانستان کي پر ټولو بهرنيو ځواکونو باندي ږغ کړی چي نور دي بنديان افغاني ځواکونو ته نه سپاري.

په هغه رپوټ کي چي دې ټولني خپورکړی پکښي راغلي دي چي افغاني چارواکو ته سپارل سوي کسان سخت کړوي او ناوړه چلند ورسره کوي. خو سره له دې د ناټو ترقومندې لاندي د ايساف ځواکونو ډير بنديان افغاني اړخ ته سپارلي دي.

ناټو د امنستي انټرنيشنل تورونه رد کړي دي.