1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنسټي: چين دي د گوانگچېنگ کورنۍ خوشي کړي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۶, شنبه
https://p.dw.com/p/14qVb

د امریکا متحده ایالاتو ته د چيني سياسي مخالف چېن گوانگچېنگ د سفر پر سر د ايالتونو او چين تر منځ توافق محتاطه غبرگونونه رامنځ ته کړي دي. د بخښنې نړیوالې ټولنې امنسټي انټرنېشنل ويلي دي چي تر کومه وخته چي چين د گوانگچېنگ کورنۍ نه وې خوشي کړې، نورې وعدې ئې د اعتبار وړ نه دي.

د نوموړې ټولنې غړې کاترين بابر ويلي دي چي چين په کلنو کلنو د گوانگچېنگ د آزادي او د هغه د امنيت حقونه تر پښو لاندي کړي دي. د دې څخه تر مخه چين د ايالتونو د بهرنيو چارو له وزيرې هېلري کلنټن سره د خبرو وروسته دې ته چمتو سوی وو چي گوانچېنگ ته اجازه ورکړي چی د زده کړو له پاره امريکا ته سفر وکړي. څلوېښت کلن گوانچېنگ چي په سترگو ړوند دئ په دې توانېدلی وو چي د نظر بندۍ څخه وتښتي او په بيجينگ کي د امریکا سفارت ته ځان ورسوي.