1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنيتي کمپنيو ته وروستۍ ضرب الاجل وټاکل سو

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبه

د کورنیو چارو وزارت يو ځل بيا پر شخصي امنیتي کمپنیو ږغ کړی دئ چي ژر خپلي وسلې دوی ته وسپاري او د وزارت په چوکاټ کي منحل شي.

https://p.dw.com/p/14wD6
انځور: picture-alliance/dpa

د مګړۍ شاوخوا پنځوس کورنۍ او بهرنۍ امنیتي کمپنۍ د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کي فعالیت کوي.

له څه باندي یوه کال راهیسي د دغو کمپنیو د برخلیک په اړه د امریکا د دولت او افغان حکومت تر منځ ناندرۍ رواني دي.

امریکا، هغه شرکتونه چي په افغانستان کي لويي پروژې پر مخ بیايي د امنیتي کمپنیو شتون د خپلو کارکوونکو د امنیت خوندي توب ته ضروري بولي، خو حکومت وايي امنیت به ئې دوي ساتي.

د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي امنیتي شرکتونو ته ضرب الاجل ټاکلی دئ چي باید خپلي وسلې دوی ته وسپاري او هغه په زرونو وسله وال سړي چي اوس په شرکتونو کي کار کوي کولای شي چي د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتني ځواک په چوکاټ کي ور ګډ شي.

بسم الله محمدي په کابل کي په يوه غونډه کي وويل، چي حکومت د دې جوګه دئ چي د ملک په هره برخه کي د هري پروژې امنیت وساتي:

«له دغي نیټې چي زه له تاسو سره خبري کوم د امنیتي خصوصي شرکتونو چاري به یو په بل پسي د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتني ځواک ته ولیږدول شي، دا یو مهم ګام دئ او دا افغانانو ته ښيي چي حکومت د ځان بسایني په لور ګامونه پورته کوي.»

امنیتي کمپنۍ هغه مهال د حکومت تر نیوکو لاندي راغلې چې دوه کاله دمخه داسي راپورونه تر لاسه شول چي د دغو کمپنیو ساتونکو په بې باکۍ سره په یو شمیر لویو لارو او کلیو کي ولسي خلک په نخښه کړي او وژلي ئې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ته په رسېدلو رپوټونه کي راغلي ول، چي کله چي به د لویولارو په اوږدو کي طالبانو پر اکمالاتي کتارونو بریدونه وکړل نو د کتارونو ساتونکو به چي ډیری ئې د شخصي امنیتي کمپنیو سړي ول، پر هغو کلیو او بازارونو ځوابي ګزارونه کول چي د پيښي ځای ته به نژدې ول، چي په دې کي به ډیره مرګ ژوبله ولسي خلکو ته اوښته.

د طالبانو د واکمنۍ له ختمېدو سره سم په افغانستان کي څه باندي سل امنیتي کمپنۍ جوړي شوې.

د دغو ډیرو امنیتي کمپنیو مشران د حکومت د چارواکو نژدې کسان دي، او په ځینو مواردو کي حتی د افغان حکومت د کابینې د ځینو وزیرانو د کورنیو غړو هم د دغو کمپنیو مشر توب کاوه.

اوس پوښتنه دا ده چي حکومت به وکړای شي چي د پخوانیو جنګ سالارانو او قومي مشرانو او وزیرانو پوري په تړلو د هغو کسانو کمپنۍ هم ړنګي کړي چي لا هم د هيواد په یو شمیر سیمو کې د ناټو په ميلیونونو ډالري قرار دادونه په لاس کي لري.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل