1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنيت شورا: اسرائيل او فلسطين بايد همکاري وکړي

دویچه ویله/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ آبان ۲۹, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په بيت المقدس کي پر یوې کنیسه باندې وروستی بریدغندلی دی. د امنیت شورا د اسرائيل او فلسطين تر منځ د ترینگلتیا په هکله انديښنه څرگنده کړې او هغوی يې په خپل منځ کي گډې همکارۍ ته رابللي دي.

https://p.dw.com/p/1DqEE
انځور: Reuters

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په يو ږغ سره هغه اعلاميه تصويب کړه چي پکښي په بيت المقدس کې پر یوې کنیسه (د یهودانو عبادت ځای) باندې بريد غندل سوی دی. په اعلاميه کي دغه عمل «د کرکي وړ» بلل سوی دی. د امنيت د شورا ۱۵ غړو د دې تر څنګ د اسرائيل او فلسطين تر منځ روانه ترینگلتیا د اندېښنې وړ بللې ده او پر دواړو اړخونو يې ږغ کړی دی چي يو له بل سره همکاري وکړي.

د امنيت شورا له اسرائیلي او فلسطیني سياستوالو او خلکو څخه غوښتي دي چي «تشنج دي راکم کړي، تاوتريخوالي ته دي منفي ځواب ورکړي، د پارونو څخه دي ډه ډه وکړي او د يوه سوله یيز حل له پاره دې هڅې وکړي.» د سه شنبې په ورځ (د نومبر ۱۸مه) په بيت المقدس کې د يهودانو پر يوه عبادت ځای باندې بريد تر سره سو چي پکښي څلور تنه يهودان ووژل سول. په دغه بريد کي ژوبل سوی يو اسرائيلي پوليس وروسته د ورپیښو ټپونو له کبله سا ورکړه.

د امنيت شورا دا هم ويلي دي چي د ترهګرۍ ضد هر ډول مبارزه او اقدام بايد چي د نړیوال قانون د چوکاټ په دننه کې وي. اسرائيلي چارواکو له بريد څخه يوه ورځ وروسته د بيت المقدس په ختيځ کي د يوې بلې پیښې د یوه شکمن بريد کوونکي کور ویجاړ کړ. دا د پنځو کلونو راهيسي لومړی ځل وو چي د يوه فلسطيني کور د اسرائيلي چارواکو له خوا ونړول سو. په دې توګه سره د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتنياهو د سخت غبرګون ښوولو سره خپل اعلان سوي سياست ته عملي بڼه ور اغوستې ده.

اسرائيلو چي د بيت المقدس په ختيځ کي کوم کور ړنگ کړی دی، دا د هغه ۲۱ کلن فلسطيني ځوان د کورنۍ کور وو، چي د اکتوبر په ۲۲مه نېټه يې د بیت المقدس په لویدیځ کې د پلیو خلکو پر یوې ډلې موټر ورځغلولی وو. په دغه پېښه کي د ايکوادور هيواد يوه مېرمنه او یو ماشوم وژل سوي ول. اسرائيلي چارواکو دغه يو ترهګر بريد بللی وو او پوليسو موټر چلوونکی ۲۱ کلن فلسطينیي د پيښي پر ځای په ډزو وژلی وو.

په اسرائيل کي د بشري حقونو سازمان BTselem د چارواکو له خوا د کورونو پر ړنگولو نیوکه شوې ده. دغه سازمان وايي چي د کورونو د ویجاړولو لومړي قربانيان د شکمن کسانو خپلوان وو. د سازمان په وينا د کور د ړنگیدو قربانيان «ښځي، ماشومان او زاړه انسانان وي چي له بريد سره يې هيڅ سر او کار نه وي او پرې هيڅ کوم تور نه وي.»

د رسمي شمېرو له مخي د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۵م مېلادي کلونو تر منځ د اسرائيلو له خوا په اشغال سوو فلسطيني سيمو کي ۶۶۴ کورونه د اسرائيلي چارواکو له خوا ویجاړ کړای سوي دي. اوس د ختيځ بيت المقدس درو نورو فلسطيني کورنيو ته خبر ورکړل سوی دی چي ډېر ژر به يې کورونه ړنگ سي. د بخښني د نړیوال سازمان په وينا د کورونو دغه ډول نړول د نړیوالو قوانينو خلاف کار دی.

په عيني حال کي اسرائيلو په اشغال سوو فلسطيني سيمو کي د يهودانو له پاره د استوگنځایونو جوړولو ته ادامه ورکړې ده. په دې ترڅ کي اسرائيلي چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۱۹مه) د بيت المقدس په ختيځ کي د ۷۸ نوو اپارتمانونو د جوړولو منظوري ورکړه. د بيت المقدس د ښاروالۍ وياند دغه خبر، فرانس پريس خبري آژانس ته تائيد کړی دی.

امريکا متحده ايالاتو په سملاسي توګه پر دغه سياست نيوکه کړې ده. د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت وياند ويلي دي چي په روانه وضعه کي دغه ډول اقدامات د ترینگلتیا په کمولو کي مرسته نه کوي.