1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنيت شورا: پر ايران باندي بايد نوي بنديزونه ولګول سي

۱۳۸۹ فروردین ۲۶, پنجشنبه

د ايران د اټومي لانجې په اړند دغه هيواد هر وخت د نړيوالو له غبرګونو سره مخامخ وي او هر وخت پر هغه باندي د امريکا لخوا د بنديزونو د لګولو خبري کيږي...

https://p.dw.com/p/Mwia
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا
د ملګرو ملتونو د امنيت شوراانځور: AP

د ملګرو ملتونو د ټولني د امن د جرګې پنځو دايمي غړيو او آلمان بيا په دې هکله مشورتي خبري اتري په نیوریاک پيل کړي دي، چي د ايران د اټومي پروګرام د لانجې په اړوند ددغه هیواد په مقابل کي نوي بنديزونه بايد ولګول سي.

د ايران پر ضد د نوي بنديزونو د لګولو په هکله په نیویاک کي د امريا د متحده ایالتونو له خوا يوه مسوده وړاندی شوي.

په دغه نوي مسوده کي له دې څخه خبري سوي، چي د انرژۍ، بيړۍ چلولو، او مالي برخو کي دي د ايران پر ضد نوي بنديزونه ولګول سي.

په نيويارک کي د چين دولسي جمهوريت، روسيې، فرانسې او د لويي برتانيې استازو د شپږو هيوادونو د ډلي خبري ډيري اغېزمني بللي.

د ملګرو ملتونو په ټولنه کي د آلما ن سفير پتر ويتيګ د ايران له حکومته څخه ددې غوښتنه کړې، چي دغه هيوا د دخپل اټومي پروګرام په لانجه کي د نړيوالي ټولني غوښتني ومني.

AG/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل