1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنيت شورا پر حقاني ډلي باندي بنديزونه ولگول

۱۳۹۱ آبان ۱۶, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو پر حقاني ډلې باندې بندیزونه وضع کړي دي. پر دې ډلې باندې په افغانستان او سیمه کې د امریکایي او افغان ځواکونو او ملکي وګړو باندې د یو شمیر بریدونو پړه اچول شوې ده.

https://p.dw.com/p/16dO9
انځور: AP

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ پر دغې ډلې باندې نړیوال بندیزونه وضع کړل. پر دې سربیره د هغې پر یو تن غړي قاري ذاکر باندې هم بندیزونه ولګیدل.

د ملګرو ملتونو له پاره د متحده ایالاتو سفیرې سوزان رایس وویل: «د امنیت د شورا ننۍ اقدام... د نړیوالې ټولنې هِغه پریکړه ښيي چې غواړي د حقاني د ډلې هغه وړتیا له منځه یوسي چې په افغانستان کې له تاوتریخوالی څخه ډک بریدونه کوي.»

میرمن رایس زیاته کړه: «د دې بندیزونو له مخې د ملګرو ملتونو ټول غړي هیوادونه مکلف دي چې د دغې ډلې او قاري ذاکر شتمنۍ ګنګل کړي، ورباندې د سفر کولو محدودیتونه وضع کړي او ورته د وسلې د لیږدولو اجازه ور نه کړل شي.»

د افغان حکومت هرکلی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې افغان حکومت د دې اقدام هرکلی کوي. د هغه په خبره افغانستان له ډیر پخوا دا خبره کوي چې د ترهګرۍ ریښې په پاکستان کې دي او باید هلته له منځه یووړل شي.

صدیقي وویل: «موږ د دې اقدام هرکلی کوو. دا یو ډیر مهم اقدام دی. له القاعدي سره د حقاني شبکې اړیکو او له طالبانو څخه د دغې ډلې ملاتړ په افغانستان کې ډیر امنیتي ګواښونه رامنځ ته کړي دي... موږ هیله لرو چې غرب لا ډیر جدي اقدامونه وکړي چې په پاکستان کې د ترهګرو اصلي اډې له منځه یووړل شي.»

صدیقي زیاته کړه چې قاري ذاکر هم د افغانستان په ناامنیو کې ډیره ونډه لري. د هغه په خبره دغه کس له طالبانو سره خپل بریدونه همغږي کوي.

صدیقي پر دې خبره باندې ټینګار وکړ چې دغه اقدام به د افغانستان د سولې پر بهیر باندې کومه اغیزه و نه کړي ځګه د دې افغان چارواکي په خبره د افغانستان د سولې بهیر ترهګرو ته کوم چانس نه برابروي او یوازې هغه ډلې او هغه څوک په کې شاملیدای شي چې له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ومني.

له ترهګرو سره احتمالي اړیکي

متحده ایالاتو د روان کال په سپتمبر میاشت کې د حقاني ډله د ترهګرو ډلو په تور لیست کې شامله کړه. په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د ذاکر نوم د شکمنو ترهګرو په لیست کې شامل کړ.

که څه هم امريکايي چارواکي وخت نا وخت پر پاکستان باندې تور لګوي چې د حقاني ډلې ملاتړ کوي خو اسلام آباد تل دغه تور په کلکه ردوي او وایي چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د نړیوالې ټولنې ریښتینی ملګری دی.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د حقاني ډله له القاعدي او په پاکستان کې له یو شمیر نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري. د حقاني پر ډلې باندې پر افغان او امریکايي ځواکونو باندې د یو شمیربریدونو پړه اچول شوې ده. پر دې سربیره د یو شمیر ملکي وګړو د وژنې پړه هم د دې ډلې پر غاړه اچول کیږي.

میرمن رایس وویل چې د قاري ذاکر له خوا یو شمیر روزل شوو کسانو په کابل کې پر انترکاننتل هوتل او د امریکا پر سفارت باندې بریدونه کړې ول. په دغو بریدونو کې ۲۷ ملکي وګړي وژل شوي ول.

مسعود جهش/ عبدالباري حکيم (AFP, Reuters, AP)
کتونکی: نجیب الله زیارمل