1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنيت شورا په اوکراين کي د اوربند ساتلو غوښتنه کوي

دويچه ويله۱۳۹۳ بهمن ۲۹, چهارشنبه

د ملگرو ملتونو امنيت شورا د اوکراين په ختيځ کي په جنگ کي پر ښکېلو اړخونو باندي ږغ کړی دی چي اوربند مراعت کړي. بله خوا بيا پوتين پر اوکراين ږغ کړی دی چي له ديبالڅيوې سيمي څخه عسکر وباسي.

https://p.dw.com/p/1EdZ2
انځور: Reuters/Baz Ratner

د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين هنګري ته د خپل سفر پر مهال ويلي دي چي د تېري اونۍ د اوربند تفاهم يوازي په هغه صورت کي پايښت درلودلای سي چي «اوکرايني چارواکي خپلو عسکرو ته ووايي چي وسلې پر مځکه کښېږدي».

پوتين يووار بيا پر دې ټينګار کړی دی چي دغه لانجه له پوځي لاري نه حليږي. پوتين پر لوېديځ تور ولګاوه چي تر مخه يې لا اوکراين ته د وسلو لېږد پېل کړی دی. د هغه په وينا مسکو په دې اړه خبر دی. د لوېديځو هيوادونو په وينا روسيه له اوږدې مودې راهيسي و بيلتون غوښتونکو ته په لويه اندازه جنګي تجهيزات ورکوي.

امنيت شورا پر اوربند ټينګار کوي

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په اوکراين کې پر ټولو اړخونو باندي ږغ کړی دی، چي اوربند مراعت کړي. امنيت شورا په خپله اعلاميه کي پر دې ټينګار کړی دی چي ټول ښکېل اړخونه بايد د سولي پلان عملي کړي.

پر دغه پلان تېره اونۍ د سپيني روسيې په پلازمېنه مينسک کي د کړکېچ د اړخونو له خوا توافق وسو. د لوېدیځو هيوادونو دپلوماتانو د امنيت شورا دغه اعلاميه يوه بريا بللې ده، ځکه چي دغي شورا په اول وار په رسمي توگه د مينسک د توافق ملاتړ کړی دی. امنيت شورا ته د دغې اعلاميې مسوده روسيې وړاندي کړې وه.

په ملګرو ملتونو کي د امريکا متحدو ايالاتو سفيري سېمېنتا پاور، نيوکه کړې ده چي روسيه له يو اړخه په امنيت شورا کي د بحران د پای ته رسولو له پاره د اعلاميې مسوده وړاندي کوي. خو له بلي خوا د روسيې له خوا په وسلو سنبال ياغيانو د دېبالڅيوې ښار کلابندۍ ته ادامه ورکړې ده.

د اوکراين په ختيځ کي د دېبالڅيوې ښار چي ۲۵۰۰۰ اوسېدونکي لري، په ستراتيژيکه توګه ډېر مهم دی. دغه ښار نه يوازي دا چي د ياغيانو له مرکزي ښار دنيڅک سره پوله لري، بلکي له روسيې سره هم پوله لري او هم د سړک له لاري ورسره وصل دی.

د مينسک د توافق له مخي په اصل کي د يکشنبې ورځي (۲۰۱۴م کال د فبرورۍ ۱۵نېټه) راهيسي د اوکراين په ختيځ کي اوربند جاری دی. خو د دېبالڅيوې پر ښار جګړه بې له ځنډه ادامه لري.

ياغيان ادعا کوي چي په زرونو اوکرايني عسکر يې په دغه ښار کي کلابند کړي دي. د اوکراين پوځ او ياغيانو دواړو يو پر بل د اوربند ماتولو تور لګوي. ياغيانو د سه شنبې په ورځ تر تودې جګړې وروسته د دېبالڅيوې ښار ډېره برخه تر خپل کنترول لاندي راوسته.

بنديان او وژل سوي

د دېبالڅيوې ښار تقريباً ۸۰ سلنه برخه اوس د مسکو پلوه بېلتون غوښتونکو په لاس کي ده. د ياغيانو وياند اېدوارد باروسين ويلي: «د يو څو ناحيو په نيولو سره به نور دغه ښار په بشپړه توگه زموږ په کنترول کي سي.» باروسين ويلي دي چي د دېبالڅيوې په جګړه کي «ګڼ شمېر وژل سوي او زندانيان نيول سوي دي.»

دا چي په دېبالڅيوې کي په دقيقه توګه څو انسانان وژل سوي دي، روښانه نه ده. روسيه پلوه ياغيانو په اروپا کي د امنيت او همکارۍ سازمان د څارونکو او ژورناليستانو مخه نيولې ده چي په دېبالڅيوې کي د وضعې جاج واخلي.

د امريکا متحدو ايالاتو مرستيال ولسمشر جوبايدن ويلي دي چي که مسکو مخ پر وړاندي د مينسک له توافق څخه سرغړونو ته ادامه ورکړي، نو روسيه به له «سترو مصارفو» سره مخامخ سي. د جوبايدن له دفتر څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي دي چي ياغيان له روسيې سره په سلا په دېبالڅيوې کي عمليات کوي.