1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنیتي ځواک: په نه څه مو د اختر امنيت ټينگ کړ

۱۳۹۱ شهریور ۱, چهارشنبه

افغان امنیتي ځواکونه د هيواد په یو شمیر سیمو کې د وسلو او تجهیزاتو له کمښت څخه سر ټکوي او وایي، چي د مخالفینو وسلې او مهمات تر دوی ډیر کارنده او نوي دي.

https://p.dw.com/p/15tyH
انځور: DW

دمګړی د ملک د ډیرو برخو امنیتي چاري افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي، او ټاکل شوې ده چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي.

هغوی وايي که څه هم د دوي امکانات ډیر محدود دي خو بیا ئې هم وکولای شول چې د اختر د ورځو امنیت په سمه توګه ټينگ او د هر ډول ناوړي پیښي مخنیوی وکړي.

د میدان وردګو ولايت یو شمیر امنیتي چارواکي وایي، چي دوی ته زاړه تجهیزات ورکول شوي دي او په ډیرو ځايونو کې چې کله له زور پالو سره په جګړه کې ښکیل شوي دي، نو وسلو ئې خپله کاري وړتیا له لاسه ورکړي او ګڼه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

د میدان ښار د تلاشۍ پوستي یو سرتیری چې نه غواړي نوم ئې واخیستل شي دویچه ویله ته وویل، که سمي وسلې ورکول شي نو دوی حاضر دي چې د بهرنیو سرتیرو له ملاتړ پرته حتی په ليري پرتو غرنیو سیمو کي هم زورپال وځپي، که نه نو په اوسنیو امکاناتو د ښارونو ساتل هم ګران دي:

«که امکانات ښه برابر وي، که ښې وسلې ولرو، په پوره صداقت او ایماندارۍ سره ویلای شم چې د خپل وطن او دندې ساتلو ته چمتو یو.»

افغان دولت هم په وارو وار له نړیوالو متحدینو څخه غوښتي دي، چې د دوی د سرتیرو تر وتلو دمخه ئې عسکر د ناټو په معیاري وسلو سبمال کړي، خو دغه غوښتني ته تر اوسه مثبت جواب نه دئ ويل شوی.

د افغان امينتي ځواک ډيري برخي ته هنګري کلاشینکوفونه ورکول سوي دي، چي په خبره ئې سم کار نه ورکوي. د میدان ښار د تلاشۍ په پوسته کې پنځه سرتیري دنده لري خو په ټولو سره یوازي یوه خولۍ لري.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وایي، چي دوی د افغان پولیسو د ټولو اړتیاوو د پوره کولو له پاره کرار نه دي ناست او له بېلا بېلو ملاتړ کونکو ادارو او حکومتونو سره ئې اړیکي نیولي دي.

د وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي دوی هڅه کوي د افغان امنیتي پرسونل د لوژستیکي، مالي او تسلیحاتو په برخه کې لازمي اسانتیاوي برابري کړي او د دې هدف له پاره ئې د متخصصو پولیس افسرانو او جنرالانو په مرسته پلانونه جوړ کړي دي:

«د ملاتړ له اړخه، د لوژستیک او پلان جوړوني له اړخه موږ د کورنیو چارو وزارت د روزل شویو او په کار پوه کدرونو له لاري یو شمیر برنامې تر لاسه لاندي لرو چې په ترسره کیدو سره به ئې د ملي پولیسو په حالت کې د پام وړ سمون راشي.»

ویل کیږي چي د پولیسو په لیکو کې د شخصي سلیقو پر اساس د بدلونونو راتګ، د کاري مدیریت نه شتون او ګوندي او تنظیمي خپل پالني د دې عامل شوي دي، چې د افغان پولیسو کاري وړتیا تر پوښتني لاندي راولي.

خو د کورنیو چاو وزارت وايي، چي د دې ټولو نیمګړتیاوو د ليري کولو له پاره د افغان دولت او نړیوالي ټولني هڅي رواني دي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل