1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنیتي چارواکي: د ټاکنو امنیت ټینگولای شو

حسین سیرت۱۳۹۳ فروردین ۹, شنبه

افغان امنیتي چاواکي وايي چې طالبان نه شي کولای د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې او د ولایتي شوراگانو ټاکنې له ستونزو سره مخامخ کړي. دغو ټاکنو ته یوازې شپږ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/1BYOa
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو وویل چې طالبانو په روانې اوونۍ کې خپل ډیر بریدونه پر کابل باندې متمرکز کړي دي. د دغو چارواکو په خبره طالبان غواړي له دې کار سره یوه روانې جگړه په لاره واچوي.

د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي، د شنبې په ورځ د ولسي جرگې په عمومي غونډه کې وویل: «زه تاسو ته ډاډ درکوم چې هغوی [طالبان] په هیڅ صورت کې د دغه بهیر مخه نه شي نیولای.» محمدي زیاته کړه چې طالبان په وروستیو وختونو کې یوازې پر ځانمرگو بریدونو او چاودنو باندې تمرکز کوي.

طالبانو په وروستیو ورځو کې د کابل پر ښار باندې تر بل هر ځای ډیر بریدونه کړي دي. دغې ډلې تر اوسه پورې د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون، یوه ټاکنیز مرکز او د بهرنیانو پر دوو استوگنځایونو باندې بریدونه کړي دي.

ښاغلي محمدي وویل چې افغانستان اوس له یوه ستونزمن کال څخه تیریږي ځکه د هغه په خبره امنیتي ځواکونه اوس په یوه وخت کې دوه بهیرونه چې ټاکنې او د امنیتي مسوولیتونو د لیږد بهیر دی، پر مخ وړي.

د افغانستان د دفاع وزیر وویل چې طالبان اوس د ټاکنو د بهیر پر وړاندې د ستونزو د رامنځ ته کولو له پاره یو شمیر «شوم» پلانونه لري، خو هغه روښانه کړه چې افغان امنیتي ځواکونه د دغو پلانونو د مخنیوي له پاره چمتو دي. بسم الله محمدي وویل: «موږ د دښمن له پلانونو خبر یو او له خپل وروستي سرتیري څخه مو هم استفاده کړې ده. زه تاسو ته ډاډ درکوم چې ناټو هم پوره چمتوالی لري او هره شیبه چې موږ له هغوی څخه مرسته وغواړي هغوی د دې بهیر ملاتړ کوي.»

درې ستراتیژیک هدفونه

په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوودزي، وویل چې طالبان غواړي له خپلو وروستیو بریدونو سره په افغانستان کې درو هدفونو ته ورسیږي. هغه د ولسي جرگې په عمومي غونډه کې وویل چې د ټاکنو پر وړاندې د ستونزو ولاړول د طالبانو لومړی هدف دی. دغه افغان چارواکي روښانه کړه چې طالبان د بهرنیانو پر استوگنځایونو له بریدونو سره غواړي چې هغوی و ویره وي ترڅو د ټاکنو ملاتړ و نه کړي.

داوودزي وویل: «لومړی دا چې هغوی غواړي راروانې ټاکنې له ستونزو سره مخامخ کړي. د طالبانو دویم هدف پر امنیتي ځواکونو باندې د ملت د اعتماد کمول دي او دریم هدف یې د افغانستان او نړۍ تر منځ د واټن ډیرول دي.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وویل چې د «افغانستان دښمنان» نه غواړي چې دغه هیواد د لومړي ځل له پاره په دیموکراتیکه توگه د واک د لیږد بهیر تجربه کړي خو هغه ډاډ ورکړ چې «دښمنان» به دغه هدف ته و نه رسیږي. داوودزي وویل: «حقیقت خو دا دی چې هغوی نه غواړي ټاکنې وشي. ولې؟ د دې له پاره چې دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو ټاکل شوی ولسمشر بل ټاکل شوي ولسمشر ته واک لیږدوي. هغوی نه غواړي چې دیموکراسي په دې هیواد کې بنسټیزه شي.»

طالبانو په وروستیو ورځو کې دوه داسې ځایونه په نښه کړي دي چې بهرنیان په کې اوسیږي. د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر په حواله طالبان غواړي چې له دې کار سره افغانستان یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې لیرې کړي.

داوودزي وویل چې افغان امنیتي ځواکونه د ټاکنو د امنیت نیولو له پاره اړینه ژمنه، وړیتا او همغږي لري. هغه همداراز روښانه کړه چې په پاکستان کې د طالبانو او حکومت تر منځ تر اوربند وروسته په افغانستان کې د یاغیانو بریدونو زور اخیستی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب