1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنیتي ګټې د مطبوعاتو آزادۍ ته ګواښ دی

دویچه ویله/عبدالباري حکیم۱۳۹۲ بهمن ۲۳, چهارشنبه

امنیتي چارواکي د خبریالانو کار ته خنډونه اچوي. د «بې سرحده ژورنالستانو» ټولنې خبرداری ورکړی چې نه یوازې غیر دیموکراتیک، بلکه پاخه دیموکراتیک دولتونه هم د ملي امنیت د ګټو ترنامه لاندې د مطبوعاتو آزادي له ګواښ سره مخامخوي.

https://p.dw.com/p/1B7Xt
انځور: Getty Images

د امریکا په متحده ایالاتو کې برادلي منینګ نومې سرتیری په دې وجه چې سري اسناد یې افشا کړي وو، په ۳۵ کلونو بند محکوم شو. د متحده ایالاتو د ملي امنیت د استخباراتي ادارې پخوانی کار کوونکی ایداورد سنودن، هم انتظار نه لري چې په خپل هیواد کې په عادلانه توګه محاکمه شي. د دغو دواړو سره د امریکا د حکومت چلند دا پیغام ورکوي: څوک چې ژورنالستانو ته مهم اسناد او یا د حکومتونو او چارواکو د چال چلندونو په هکله معلومات ورکړي، هغه باید پوه شي چې له ډیرې سختی سزا سره به مخامخ شی.

د «بې سرحده ژورنالستانو» د ټولنې یو رپوټ چې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴ د فبروری ۱۲مه) خپور شو، نوموړي نتیجې ته رسیدلي دي. د دغې ټولنې د اداري چارو مدیر کریستیان میهر، له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې په متحده ایالاتو کې پر څیړندوی ژورنالستانو او د هغوی پر منابعو باندې څارنو او تعقیب ته اشاره وکړه :«دا د مطبوعاتو د آزادۍ بشپړ غوڅول دي. سرچینې یعنې معلومات ورکوونکی، اعتماد او جرأت ونه کړي. دا د دیموکراسۍ له پاره یو سخت ګذار دی.»

ایدوارد سنودن
ایدوارد سنودنانځور: picture alliance/AP Photo

لویدیځ خپل اعتبار ته تاوان رسوي

میهر په خپله مرکه کې وویل: «له داسې یوه حالت څخه ځینې هیوادونه لکه ترکمنستان، سوریه او یا ترکیه ناوړه استفاده کوي. ځکه هغوی فکر کوي، کله چې ټینګې دیموکراسۍ د مطبوعاتو آزادي د یوه ارزښت لرونکي نعمت په توګه خوندي نه ساتي، نو دوی ولې داسې غوښتنو ته غاړه کیږدي او یا تر فشار لاندې ونیول شي.»

دا چې په لویدیځ کې هم ژورنالستان د امنیتي ارګانونو له خوا وخت په وخت تر فشار لاندې نیول کیږي، د بې سرحده ژورنالستانو د ټولنې مشر په بریتانیا کې د ګاردین له ورځپاڼې سره چې د سنودن له خوا ورکړل شوي اسناد او معلومات یې خپاره کړي وو، د نوموړي هیواد د امنیتي ارګانونو چلند ته اشاره وکړه. د دغې ورځپاڼې د تحریر پر هیئت باندې فشار راوستل شو ترڅو د خپلو کمپیوترونو «هارډ ډیسکونه» چې د سنودن له خوا ورکړل شوي معلومات په کې ثبت ول، ویجاړ کړي. دغه راز د ترور ضد قانون له مخې د لندن په هوایي ډګر کې ژورنالست ګلن ګرینوالد، چې په ګاردین کې یې نوموړي معلومات افشا کړي ول، د ژوند شریک د څو ساعتونو له پاره تر تحقیق لاندې ونیول شو.

د«بې سرحده ژورنالستانو» د ټولنې د معلوماتو له مخې د آلمان په دننه کې هم کورني او بهرني امنیتي چارواکو په ډیرو حالاتو کې هڅه کړې ده چې ژورنالستان وویروي. د نوموړې ټولنې د نوي خپاره شوي رپوټ په فهرست کې آلمان څوارلسم ځای لري. خو د بې سرحده ژورنالستانو د ټولنې د اداري چارو مدیر میهر، یادونه وکړه چې آلمان له نورو هیوادونو څخه یو توپیر لري او هغه دا چې قضایي ارګان په ریښتیني توګه په خپلواکه توګه عمل کوي او دې خپلواکۍ د امنیتي ارګانونو د غیر قانوني چلندونو مخه نیولې ده: «آلمان له نورو هیوادونو څخه د خپل ټینګ خپلواک قضایي ارګان لرلو سره توپیر لري. موږ لا تر اوسه مختلفې رسنۍ لرو، که څه هم د هغوی شمیر په کمیدو دی.»

د «بې سرحده ژورنالستانو» د ټولنې له خوا د مختلفو هیوادونو په هکله د مطبوعاتو د آزادۍ د درجه بندۍ فهرست کې د هغو ۱۸۰ سیمو او دولتونو نومونه شامل دي چې په هغو کې د ۲۰۱۲ کال څخه د ۲۰۱۳ کال تر اکتوبر پورې د رسنیو وضعیت تر څيړنې لاندې نیول شوی دی. د فهرست په سر کې هغه هیوادونه دي چې هلته لا تراوسه د مطبوعاتو آزادي تر زیاتې کچې خوندي پاتې ده. په دې جمله کې د «امنیتی ګټو» په پام کې نیولو سره سره، د شمالي او لویدیځي اروپا هیوادونه شامل دي.

فنلند، هالند، ناروې، لوکزمبورګ او اندورا د پخوا په څیر د فهرست په لومړۍ درجه کې راځي. دغه راز په ډیره او ناوړه درجه کې د پخوا په څير پرته له کوم بدلون څخه سومالیا، سوریه، اریتریا، شمالي کوریا او ترکمنستان قرار لري.

د ترکیی او یونان په هکله اندیښنه

د می او سپتمبر په میاشتو کې د ترکیې د استانبول د ګیزي د پارک په احتجاجونو کې ۱۵۳ ژورنالستان ټپیان شول او ۳۹ تنه نور په مؤقتي توګه ونیول شول. دغه راز په تیر کال کې د انټرنيټي پاڼو له تړلو څخه وروسته، حکومت اوس یو ځل بیا په دې برخه کی د بندیز اقدامات سخت کړي دي. د پارلمان له خوا یو تصویب شوی قانون د مخابراتو چارواکو ته اجازه ورکوي چې د محکمې له پریکړې څخه پرته انټرنیټي پاڼي وتړي. په تیرو اونیو کې د استانبول په وروستیو احتجاجونو کې د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ سخت آخ او ډبونه وشول. په اوسني وخت کې ۶۰ ژورنالستان د ترکیې په زندانونو کې شپې او ورځي سبا کوي. د «بې سرحده ژورنالستانو» د ټولنې د مدیر کریستیان میهر، د وینا له مخې «په ترکیه کې هم د ترهګرۍ ضد قانون څخه ناوړه استفاده کیږي. د بیلګې په توګه که چیرې څوک د کردانو د کړکیچ په هکله رپوټ ورکړي، پر هغه باندې د ترهګرۍ شک کیږي.»

په ۲۰۱۳م کال کې د ترکیې په استانبول ښار کې د ژورنالستانو احتجاج
په ۲۰۱۳م کال کې د ترکیې په استانبول ښار کې د ژورنالستانو احتجاجانځور: picture alliance/AP Photo

د اروپا د اتحادیې په دننه کې بلغاریا له ژورنالستانو سره په چلند کې ډیر ټیټ مقام لري. د نوموړې ټولنې د رپوټ له مخې «وضعیت په خاصه توګه د خپلواکو ژورنالستانو له پاره ناخواله دی. څیړندوی ژورنالستان څارل کیږي او د هغوی شتمنیو او موټرو ته اور اچول کیږي.» په رپوټ کې زیاته شوې ده چې په هنګري، د بالقان دولتونه او یونان کې د ژرونالستانو وضعیت د اندیښنې وړ دی. په ۲۰۰۹ کال کې یونان حتی د فهرست ۵۰مې درجې ته ورسید. میهر زیاته کړه چې په یونان کې اوس هم د ښي اړخو افراطي کړیو له خوا ژورنالستانو ته ګواښونه کیږي، خصوصا هغه ژورنالستان چې د نژاد پالنې پر ضد وي او انتقادي رپوټونه خپروي.

په منځني ختیځ کې د مرګ خطر

د بې سرحده ژورنالستانو ټولنه په «عربي پسرلي» کې د مطبوعاتو د آزادۍ کومه د پام وړ نښه نښانه نه ویني. کریستیان میهر، یادونه کوي: «په عربي نړۍ کې د ناڅاپي بدلونونو سره بې ځایه هیلې پیدا شوې.» هغه یادونه وکړه چې په ډیرو عربي هیوادونو کې رژیمونه بدل شول، خو د مطبوعاتو په آزادۍ او د ژورنالستانو په وضعیت کې بدلون ونه لیدل شو. د بې سرحده ژورنالستانو د خپاره شوي رپوټ د درجه بندۍ په فهرست کې د پخواپه څير مصر په ۱۵۹مه، تونس په ۱۳۳مه او سوریه په ۱۷۷مه درجه کي راغلي دي. خو تر ټولو زیات په سوریه کې د آزادو مطبوعاتو له پاره کار کول د ژورنالستانو د ژوند په بیه تمامیږی.