1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

امنیت شورا په سوریه کې له ځنډ پرته اوربند ته رایه ورکړه

۱۳۹۶ اسفند ۶, یکشنبه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په سوریه کې د بشري مرستو له پاره په غوڅ اکثریت سره اوربند تائید کړی. رپوټونه وايي چې تر رایې شیبه وروسته، د سوریې په شرقي غوطه کې الوتکو د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمې یو ځل بیا بمبار کړې.

https://p.dw.com/p/2tIhz
UN Sicherheitsrat Abstimmung über Waffenruhe in Syrien
انځور: Getty Images/AFP/D. Emmert

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغه پریکړه لیک په اساس چې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه) تصویب شو، ټاکل شوې وه چې سمدلاسه به اوربند پیل شي. ترمخه پر د کويټ او سوېډن له لوري پر وړانديز سوي دغه متن رايه اچونه په داسي حال کي ځنډول سوې وه چي د روسي د پلاوي سره پر مسوده لا خبري اتري روانې وې.

امنیت شورا د پریکړه لیک د متن په هکله دوه اونۍ بحثونه وکړل چې پکې له ځنډه پرته په سوریه کې اوربند غوښتنه کیدله ترڅو په دې هیواد کې ځپل شوو کسانو ته بشري مرستې ورسول شي او [له سیمې] څخه روغتیايي پاملرنې ته اړ کسان وایستل شي.

د ملګرو ملتونو دغه رایه اچونه په اصل کې د پنجشنبې ورځې (د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۲۵مه)  له پاره په پام کې نیول شوې وه، خو د د ولسمشر بشار السد د رژیم د اصلي ملاتړي هیواد روسیې د ویټو حق د مخنیوي د هڅې له پاره څو ځله دغه رایه اچوونه وځنډول شوه.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو سفیرې نیکي هالي بیا په امنیت شورا کې پر روسیې باندې د دې ځنډ له امله نیوکې هم وکړې. نوموړې په دې هکله ویلي چې: «هره دقیقه چې د روسیې له امله امنیت شورا انتظار ایستلی، د انسانانو ځوریدل ډیر شوي.»

بل لوري ته بیا په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبانزیا دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د «امکان لرونکي» اوربند له پاره  غوښتنه د خبرو اترو د اوږدیدو لامل وو. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت بیا د دې پریکړه لیک هرکلی کړ او زیاته کړې یې ده چې «د اوربند دغه تړون باید ژر تر ژره عملي شي ترڅو اړو کسانو ته لاس رسی امکان پیدا کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ هم د اومې ورځې له پاره جنګي الوتکو د دمشق اړوند شرقي غوطه باندې بمباري کړې او لږ تر لږه ۴۱ کسان یې وژلي دي. ویل کیږي چې د اوو ورځو په دوامداره بمبارۍ کې له ۵۰۰ څخه ډیر ملکیان وژل شوي چې پکې ماشومان هم شامل دي.

د سوريې په شرقي غوطه ښار کې دوه مهمو یاغي ډلو د دې ۳۰ ورځنیز اوربند هرکلی کړی. جیش السلام او فیلاق الرحمن ډلو په جلا اعلامیو کې د اوربند په هکله د ژمن پاتې کیدو وعده کړې. دوی همدا راز خبرداری ورکړی چې د سوریې د رژیم او د دوی د متحدینو هر راز سرغړونې ته به ځواب ووايي.

Konflikt in Syrien Zerstörung in Ost-Ghouta
انځور: picture alliance/AP/Syrian Civil Defense White Helmets

په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار د ډلې په حواله، د روسیې له ملاتړه برخمن هوايي ځواکونو د ملګرو ملتونو تر دې پریکړه لیک څو دقیقې وروسته په شرقي غوطه کې د شیفونیه پر ښار بمباري کړې.

د روسیې د ملاتړ ترلاسه کول
په امنیت شورا کې د اوربند په هکله د روسیې د ویټو حق د مخنیوي له پاره، د شورا غړي هیوادونه دې ته اړ شول څو تر ډیره حده پورې د موقت اوربند د پریکړه لیک اصلي متن ډیر کمزوری کړي.

مسکو ته د یوه بل امتیاز په توګه، د امنیت شورا د سوریې حکومت ته د اسلامي دولت یا داعش او همدا راز د القاعده شبکې پر ضد پوځي عملیاتو ته ادامه ورکولو باندې سره سلا شول. همدا راز د سوریې حکومت کولی شي چې د هغو افرادو، ډلو او سازمانانو پرضد هم پوځي عملیاتو ته ادامه ورکړي چې له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.

دا په داسې حال کې ده چې د سوریې رژیم د «ترهګرې ډلې» کلمه په یوه وخت کې هم د اسلامي دولت ډلې ملیشو او همدا راز هغو یاغیانو ته کاروي چې دوی یې په غوطه کې په نخښه کوي. په دې ترتیب داسې اټکلونه شته چې د ملګرو ملتونو دغه پریکړه لیک به یو مړ او له ارزښت پرته لیک وي.

د سوریې د څار ډلې د شنبې په ورځ ویلي چې د تیرې یکشنبې ورځې راهیسې هغه مهال چې د سوریې رژیم دمشق ته څیرمه ځینې سیمې بمبار کړي، ټولټال ۵۱۳ کسان وژل شوي چې په دې ډله کې ۱۲۷ ماشومان هم شامل دي. دغه ډله همدا راز ادعا کوي چې دغه هوايي بریدونه د سوریې او روسیې ځواکونو لخوا په ګډه ترسره شوي دي.

د شرقي غوطه سیمې کنټرول د دوه اصلي اسلامپاله ډلو ترمنځ  ویشل شوې. په ورته وخت کې په سوریه کې د پخوانۍ القاعده شبکې پورې تړلې ډله هم حضور لري. دغه سیمه د دولت تر ولکې لاندې سیمې لخوا چاپیر شوې او د دې ښار ۴۰۰ زره اوسیدونکي یا هم نه غواړي او یا له دې بریدونو د وتلو امکان په لاس کې نه لري.

په حلب کې ویجاړۍ او ورځنی ژوند، انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: