1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انارشي او موسم ـ مهاجر و ليبيا ته مخ کوي

۱۳۹۵ فروردین ۳, سه‌شنبه

د هغه وروسته چي د بالکان هيوادونو د پناه غوښتونکو په وړاندي تر پولو د تېرېدو په ترڅ کي محدوديتونه رامنځ ته کړل، اوس د مهاجرو توجه د ليبيا لاري ته د اوښتو په حال کي ده.

https://p.dw.com/p/1IHLU
انځور: DW/K. Zurutuza

زيات شمېر پناه غوښتونکي دا ارمان لري چي په اروپا ته ځان راورسوي او دلته د سولي په فضا کي آرام او بهتر ژوند وکړي. خو اروپايي اتحاديې د مهاجرو په وړاندي نوي محدوديتونه رامنځ ته کړل او د بالکان هيوادونو لاره هم تقريبا تړل سوې ده. په داسي حال کي له ليبيا څخه تر اروپا پوري لاره لا پرانستې ده، چي اوس ښايي د ګڼ شمېر مهاجرو توجه دغه لا خطرناکه لاري ته واوړي.

بهتره موسم

کارپوهان اټکل کوي چي د موسم د بهتره کېدو سره سم به د اروپا پر لور د پناه غوښتونکو په حرکت کي زياتوالی راسي. په داسي حال کي چي په بهار او دوبي کي د سوړ موسم په پرتله د مديترانې اوبه او بادونه نسبتا آرام وي. ښايي له همدې کبله په سلهاؤ زره نوي مهاجر دې ته زړه ښه کړي چي د نړۍ د خطرناک ترينو لارو څخه پر يوه د اروپا پر لور حرکت وکړي. په خطرناک ترينو لارو کي يوه هم تر اروپا د ليبيا لاره ده. د بالکان د لاري د تړل کېدو وروسته ښايي د هغو پناه غوښتونکو شمېر زښت زيات سي چي د ژوند په قمار د ليبيا له لوېديځ څخه د اروپا پر لور سفر پېلوي.

يوازي د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۲۲مه نېټه) د هسپانيې، اېټاليې او آلمان بېړيو تر ۸۰۰ څخه زيات پناه غوښتونکي له سمندري بېړني حالت څخه وژغورل. دا په داسي حال کي چي په تېر مېلادي کال په زرهاؤ مهاجر د مديترانې په سمندر کي ډوب سول. اکثره دغه پناه غوښتونکي چي د کښتيو په مرسته تر اروپا د رسېدو هڅه کوي، و طرابلس ته له نژدې سيمي څخه د کښتيو په مرسته د خپل سفر آغاز کوي. له دوی څخه يو شمېر پناه غوښتونکي له افريقايي هيوادونو او د افريقا د ستر ريګستان له سويلي سيمو څخه ځان د ليبيا دغو سيمو ته رسوي.د زړو او ناوړه کښتيو استعمال

له ليبيا څخه د اېټالوي ټاپوګانو پر لور اکثره وختونه داسي بېړۍ حرکت کوي، چي په تخنيکي او فيزيکي توګه په سمندر کي د سفر جوګه نه وي. دا په دې خاطر چي د پناه غوښتونکو د لېږد له پاره په کار اچول سوي کښتۍ د چارواکو له خوا ضبط کيږي او له همدې کبله قاچاق وړونکي کوښښ کوي چي هغه تر ټولو ارزانه او بې کفايته کښتۍ د پناه غوښتونکو د لېږد له پاره استعمال کړي.

خو د بې کفايته کښتيو استعمال او په يوه کښتۍ کي تر اندازې څخه د زياتو مهاجرو کښېنول د دې لامل ګرځېدلی چي په سمندر کي د پناه غوښتونکو زياتي کښتۍ ډوبي سي. د دې تر څنګ زياتره وخت حتی له سره لا دا نه وي پلان سوي چي د دغو زړو او ناوړه کښتيو په مرسته دي پناه غوښتونکي د ليبيا له ساحل څخه تر اېټاليې پوري ورسول سي، بلکه هڅه دا وي چي پر لاري لا دغه مهاجر د اروپايي هيوادونو د مؤظفو کښتيو له خوا وژغورل سي. دا په داسي حال کي چي د اروپايي اتحاديې د «سوفيا» په نوم سمندري ماموريت هڅه کوي چي په مديترانه کي د انساني قاچاق وړونکو مخه ونيسي او له اوبو څخه مهاجر وژغوري.

په ليبيا کي انارشي

که له يوې خوا د اروپايي اتحاديې، ترکيې او بالکان هيوادونو له خوا د مهاجرت په وړاندي رامنځ ته سوي محدوديتونه ښايي د بالکان له لاري د مهاجرو سفر کم کړي، نو له بل اړخه په ليبيا کي د مرکزي حکومت نشته والی او انارشي ته ورته حالت ښايي د دې لامل سي چي لا زيات مهاجر دغه لاره غوره کړي. په ليبيا کي دوه بېل حکومتونه موجوده او ګڼ شن شمېر ملېشې يو د بل پر ضد په جګړه بوختي دي. دا د دې لامل سوي چي هلته د موجودو قاچاق وړونکو په وړاندي هيڅ مقاومت نه دی موجود او هغوی کولای سي چي انسانانو د ژوند په قيمت خپل تجارت ته ادامه ورکړي.

له ليبيا تر اېټاليې سمندري لاره خطرناکه بلل کيږي
له ليبيا تر اېټاليې سمندري لاره خطرناکه بلل کيږيانځور: picture-alliance/dpa/G. Forster