1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«انترنيتي جرمونه لوی ګواښ دی»

احمد ولي اڅکزی/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۲۴, جمعه

په آلمان کي د جرمونو ضد فدرالي ادارې په غونډه کي پر دې باندي ټينگار سوی دی چي د انترنيت دننه جرمونه نړيوال اړخ لري. زياته سوې ده چي په دغو جرمونو کي په تدريج سره زياتوالی راغلی دی.

https://p.dw.com/p/1AII0
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا متحده ايالتو د ملي امنيت استخباراتي ادارې «اين ايس اې» لانجې نړۍ حيرانه کړه. دا تر هغه وروسته چي د دغي ادارې پخواني کارکوونکي اېدوارد سنودن د يادي ادارې د فعاليتونو پرده پورته کړه. خو کمپيوتر پوهان وايي چي د انترنت د داسو سترو ستونزو رابرسېره کېدل ممکن دي، چي نړيوال اړخ ولري.

کمپيوتر کارپوه زاندرو گېکن وايي چي «داسي امکانات سته چي د الوتکو په کمپيوټري پروگرامونو کي هېکران يا قلف ماتوونکي لاسوهنې وکړي. د دې تر څنگ موږ يو شمېر نور احتمالي گواښونه پيدا کړل. د بېلگي په توگه لکه کيمياوي فابريکې چي پکښې ځيني کمزوره امنيتي ټکي موجود دي. د دې تر څنگ اټومي بټۍ هم له کمپيوتري گواښ څخه په امان کي نه دي، لکه څرنګه چي يې فکر کيږي.»

د آلمان له جرمنو سره د فدرالي ادارې غونډه
د آلمان له جرمنو سره د فدرالي ادارې غونډهانځور: DW/W.Dick

گېکن د يو شمېر نړيوالو دولتي ادارو تر څنگ د آلمان د پوځ د انترنتي يا کمپيوتري امنيت مشاور هم دی. هغه د آلمان د جرايمو ضد فدرالي ادارې په غونډه کي د کمپيوتر او انترنيت له لاري د گواښونو په هکله يوه وينا واوروله. کله چي زاندرو خپله وينا اوروله نو د امنيتي چارو سره تړاو درلودونکي يو شمېر حاضرين ورته په خورا دقت غوږ ول. گيکن په دغه غونډه کي هغه گواښونه په گوته کړل چي له سايبري جنګ سره تړلي دي.

دا گواښونه حقيقي دي

گيکن چي د آلمان د برلين په پوهنتون کي د رياضياتو او نوي ټيکنالوژۍ کارپوه دی، په آلمان کي يې د ادارو کمپيوټري سيسټمونه بشپړه مسونه ونه بلل. د هغه په وينا «موږ تر اوسه لا دا ستونزه لرو چي هغه آی ټي امنيت چي موږ يې لرو، په پرتليزه توگه کمزوره او لا تر اوسه بشپړه خوندي نه دی. د ټيکنالوژي له نظره دا ټول لا تر اوسه له اړتيا سره منظم او پاخه نه دي. موږ همېشه له هغه څخه چي يوه اوونۍ مخکي وو، يو قدم شاته پاته يو.»

گيکن وويل چي يو شمېر کمپيوتر پوهان چي په ښکاره د انټرنټي امنيتي شرکتونو له پاره کار کوي، د مجرمينو سره هم ملگري وي. د نوموړي په وينا ډېر واري ده ته پخپله ورپېښه سوې ده چي د کور مخي ته يې خلک د پيسو له ډکو بستو سره ورغلي دي. د هغه په وينا داسي کمپيوترپوهان هم ښايي وي چي د غېر قانوني کارونو له پاره وړانديز کړل سوي دومره زياتي پيسې جواب نه کړي.

په آی ټي کي د امنيتي چارو کارپوه گيکن په خپله وينا کي وويل چي په آلمان کي د آی ټي امنيت له پاره دومره پيسې نه مصرفيږي لکه اړتيا چي ورته سته. خو هغه له دويچه ويله سره د خبرو پر مهال وويل چي «ښه خبره دا دی، چي موږ په دې لاره کي ښه زيات علم او پوهه ولرو.» گېکن وايي چي په انترنيت کي د جرايمو پر ضد مؤثرو پلټونو له پاره لا زياتو اقداماتو او مصارفو ته اړتيا ده.