1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انتونيو ګيسټوزي:طالبان به د موجوده افغان دولت سره په حکومت دارۍ کي برخه وا نه خلي

۱۳۸۷ اسفند ۲۲, پنجشنبه

هغه څوک چي اوس په افغانستان کي د خارجي ځواکونو اوحکومت پر ضد په جګړه اخته دي، د هغو طالبانو په حيث نسي ورته کيدای چي 7 کاله تر مخه يې په افغانستان کي خپل واک دلاسه ورکړی دی ...

https://p.dw.com/p/HAX9
وسلوال طالبان
وسلوال طالبانانځور: picture-alliance/dpa

د لندن د اقتصاد پوهنتون استاد او د طالبانو د موضوع کارپوه انټونيو ګيسټوزي وايي، چي د مقاومت دپاره د سيميزو خلکو ملاتړ ته اړتيا وي او دده په وينا په همدې وجه طالبان مجبوره دي چي اعتدال وکړي.

«د نوي يمي لسيزي په مقايسه طالبان اوس ځان په بل ډول څرګندوي. دوی ځان ته طالبان نه بلکه مجاهدين وايي. دوی د لږکيو د سيمو دتر لاسه کولو کوښښ نه کوي، بلکه د هغوی دملاتړ د تر لاسه کولو په لټه کي دي.»

نوموړی استاد وايي، چي د ضرورت پروخت طالبان عملي تګلاره هم منلای سي. دده په وينا که يو قومندان ووايي چي په خپله سيمه کي د نجونو ښونځی بندول نه غواړي نو بيا هم دغه قومندان ته اجازه ورکول کيږي چي په مقاومت کي برخه واخلي. خو ددې معنا دا نده چي د طالبانو د مشرانو سره خبري کول به برياليتوبونه رامنځ ته کړي.

«خبري اتري د سياسي ستراتيژۍ يوه برخه ده او کېدلای سي چي د خبرو اترو په ترڅ کي سوله منځ ته راسي، خو کېدای سي چي ددې بل ډول نتايج هم وي. د افغانستان په موضوع کي د خبرو اترو د لاري هميشه دواړو اړخونو په زياته بيا پاکستان او مجاهدينو کوښښ کړی دی چي د کابل حکومت کمزوری کړي. خو زه داسي فکر کوم چي د طالبانو ډيره برخه او ښاغلی ملا محمد عمر خبرو اترو ته ليوالتيا لري. خو دا معلومه نده چي ددوی اصلي مقصد څه شي دی. زه شخصاً داسي فکر نه کوم چي دوی دي د موجوده افغان حکومت سره په حکومت داري کي برخه واخلي.»

د امريکا د انډياناد پوهنتون استاد نظيف شهراني بيا وايي، چي بايد د افغانستان بيلابيلو سيمو ته ډيره خپلواکي ورکول سي. دی وړانديز کوي چي طالبان بايد وکولای سي چي په ناکراره سيمو کي خپل ځايي حکومتونه جوړ کړي.

«د محل خلګ د خپلو مشرانو څخه خوښ دي. دوی به هغه څوک انتخاب کړي چي ددوی په فکر ښه مسلمانان دي. اوس د خلګو سره دا بيره سته چي کوم غربيان چي افغانستان ته راغلي دي هغه په هيواد کي د هر ډول اسلامي شيانو مخنيوی کوي.»

شهراني دغه ډول د آلمان ږغ راډيو سره په خپله وروستۍ مرکه کي دې ته هم اشاره کړې وه چي په افغانستان کي دي محلي پوليس و روزل سي چي په مرکزي حکومت پوري هيڅ اړه و نه لري او خپل امنيت دي په خپله وستاتي.

توماس/احمد ولي اڅکزی

کتونکی. محمد قاسم نوري