1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انجلینا جولي د افغانستان په هکله فلم جوړوي

۱۳۹۰ بهمن ۲۲, شنبه

انجلینا جولي فلم جوړولو ته مخه کړې ده. د هغې لومړی فلم د بوزنیا په اړه دئ چي په برلین کې نندارې ته وړاندي شوی دئ. جولي وایي چي د افغانستان په اړه به هم فلم جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/141uI
انځور: Reuters

د هالیود د سینما نامتو لوبغاړي انجلینا جولي, د کډوالو په برخه کي د ملګرو ملتونو د ښه نیت سفیره ده. د هغې لومړی فلم په بوزنیا کي د بشري حقونو په اړه جوړ شوی دئ. جولي وایي چي تر بوزنیا وروسته اوس د افغانستان وار دﺉ.

جولي د برلین د فلمونو په فیستیوال کي خپل لومړنی فلم چي د بوزنیا د جګړي پر مهال پر ښځو د جنسي تیري په اړه دﺉ، ننداري ته وړاندې کړی دئ.

انجلینا جولي فلم جوړولو ته مخه کړې ده
انجلینا جولي فلم جوړولو ته مخه کړې دهانځور: Ken Regan/2011 GK Films

جولي وایي چي هغي په تیرو لسو کلونو کي ډیرو جګړه ځپلو هیوادونو ته سفر کړ‎ی دﺉ. د هغې په خبره کله چي بوزنیا ته ولاړه نو د خپلو معلوماتو د ډیرولو له ېاره ئې له ځان سره یاداښتونه ونیول چي وروسته ئې له هغو څخه د خپل فلم کیسه ولیکله. جولي زیاتوي چي غواړي د خپل فلم له لاري نړیوالو ته د بوزنیا د جګړې حقیقت وښیي.

د جولي په خبره هغه وخت ئې چي دغه کیسه ولیکله نو احساس ئې وکړ چي باید پخپله ئې فلم هم جوړ کړي. جولي وایي چي ښایې نور فلم جوړوونکي له تخنیکي لحاظه د هغې په پرتله پیاوړي وي، خو هغه ادعا کوي چي دا فلم ئې د زړه له کومي جوړ کړی دئ.

انجلینا جولي برات پیت او شپږ ماشومان ئې اوس په برلین کي دي. هغوی دغه ښار ته د برلین د فلمونو په نړیوال فیستیوال کي د برخه اخیستلو له پاره راغلي دي.

جولي وايي چي غواړي سربیان ئې فلم وویني او د خپل تاریخ په اړه معلومات تر لاسه کړي. د فلم کیسه د یوې مسلماني نجلۍ او یو سربي پوځي په اړه ده. دغه دوه کسان د جگړي له پیلیدو مخکي له یو بل سره مینه لري خو کله چي جگړه پیل شي دوی دواړه له یو بل څخه بیلیږي.

په فلم کي ښودل شوي دي چي مسلمانه نجلۍ د جگړې له پیلیدو وروسته د سربي پوځیانو له خوا اسیره نیول کيږي. دا هلته خپل پخوانی مین پیدا کوي. د فلم نوره کیسه په دې اړه ده چي سربي پوځیان څرنگه پر اسیرانو جنسي تیري کوي او دا چي دغه مسلمانه نجلۍ څرنگه د خپل مین لخوا ژغورل کیږي.

د بوزنیا جگړه د سربیانو او مسلمانانو تر منځ وشوه چي پکښي څه نا څه ۱۰۰۰۰۰ کسان ووژل شول. په دغه جگړه کي پر څه نا څه ۲۰۰۰۰ ښځو او نجونو جنسي تیري وشو.

کله چي د جولي څخه وپوښتل شو چي راتلونکی فلم به ئې د څه په اړه وي هغې وویل: «یوه کیسه مې چي له افغانستان سره تړاو لري جوړه کړې ده خو تر اوسه پوري مي کوم چا ته ښودلې نه ده.»

مسعود جهش (د فرانسي خبري آژانس)
کتونکی: احمد ولي اڅکزی