1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انجلینا جولي: مهاجرو نجونو سره دې لازیاتې مرستې وشي

۱۳۹۶ خرداد ۳۱, چهارشنبه

د هالیوود مشهورې فلمي ستورۍ او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ ځانګړې استازې د مهاجرو نجونو له پاره د لا زیاتې مرستې غوښتنه کړې. جولي د مهاجرت په نړيواله ورځ له یو شمیر مهاجرو نجونو سره ليدلي.

https://p.dw.com/p/2f7cS
Angelina Jolie in Myanmar
انځور: Getty Images/T. Stoddart

۴۲ کلنې انجلينا جولي د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې د کم عمره او بی سرپرسته مهاجرو نجونو له یوه کمپ څخه د لیدنې پر مهال وویل: «دوی نه یوازې باید له شدید زوریاتي او تعقیب څخه تیښته کړې وای، بلکې خپل هر څه یې له لاسه ورکړي دي او د خپلې کورنۍ د غړو ژونه یې هم لیدلې ده.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ سفرې زیاته کړه: «دوی له ډیر سخت ناوړه استفادې سره مخامخ شوي دي، سپکاوی یې شوی دی او ډیر رنځونه یې ګاللي دي.»

جولي په دغه پنډغالي کې له شاوخوا ۲۰ داسې نجونو سره ملاقات وکړ چې د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ ټول یې د جنسي تیري او یا هم جنسي زورونې قرباني شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ اوسمهال په کینیا کې د سومالیا، سویلي سودان، کانګو، بروندي او نورو افریقایې هیوادونو ۴۹۰ زره مهاجر ژوند کوي.

ډیرې دغو افریقایې مهاجرو په دې وروستیو کلونو کې اروپا ته د مهاجرت لاره غوره کړې ده چې په زرګونو تنو یې د مدیترانې په سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ایټالیا په اروپایې هیوادونو کې د مهاجرو تر ټولو ډیر بوج په غاړه اخیستی دی. په ۲۰۱۵ کال کې د مهاجرت د کړکیچ له پیل راهیسي هره ورځ انساني قاچاقبران مهاجر په نامناسبو کیشتیو کې د مدیترانې بحیرې په لاره په اروپایې اتحادیه کې د دغه هیواد د ساحلونو پر لور استوي.

په هغو مهاجرو کې چې له بحران سره مخامخ هیواد لیبیا له سواحلو څخه ایټالیا ته را رسیږي ډیر شمیر داسې ښځې او نجونې هم وي چې د مهاجرت په مسیر کې د جنسي زورزیاتي ښکار شوي دي.

پر همدې موضوع ژمونږ له آرشیف څخه یو انځویز رپوټ: (21.09.2016)