1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اندونېزيا: سياسي زندانيان

حسن » بری «۱۳۸۵ اسفند ۲۳, چهارشنبه

د بشر د حقوقونړيواله ټولنه ) هيومن رايټس واچ ( په خپل يوه راپورکې د اندونېزيا له حکومت نه د ټولوهغو وگړو د آزادېدوغوښتنه کوي، چې په ) پاپوا ( کې د په سوله ايزه توگه نظرڅرگندولوله کبله زنداني شويدي.

https://p.dw.com/p/DMqu
انځور: AP

د هيومن رايټس واچ په ۴٣ مخيزراپورکې مستندشوي، چې د اندونېزياحکومت څنگه د جزا د قانون په مرسته، اوس هم د پخواپه شان، هغه وگړي تعقيبوي، کوم چې په سوله ايزډول د ) پاپوا ( د خپلواکۍ پلوي کوي. پردغوزنداني وگړوباندې چې سوله ایزفعالېتونه کوي، لکه د بېرغونوپورته کول يا د ) پاپوا ( د خپلواکۍ لپاره په سوله ايزوغونډوکې برخه اځيستنه، د ملي خيانت يا د حکومت پرضدپه خلکوکې د کرکې رامېنځته کولوتورونه لگول کېږي.


له آزاديوپرته ډيموکراسي
د ) هيومن رايټس واچ ( د آسيا د څانگې مدير برېډ » اېډمز « وايي: » اندونېزيا ادعاکوي چې يو ډيموکراټيک هېوادشوی دی، مگرپه ډيموکراټيکودولتونوکې خلک د په سوله ايزډول نظرڅرگندولوله کبله نه زنداني کېږي. د عقيدې آزادي، د غونډوجوړولواوائتلاف کولوآزادي په ) پاپوا ( کې د سياسي فعالينولپاره، اوس هم د پخواپه شان، نادرشيان دي. «


د محکمو منفي رول
د ) پاپوا ( محکمو د ملي خيانت اولمسونو د تورونوپه دعواووکې منفي رول لوبولی دی. په تقريباًټولوهغو دعواووکې چې د ) هيومن رايټس واچ ( په راپورکې يې يادونه شوې، محکمو د داسې جزاووحکمونه کړيدي چې د څارنوالۍ تروړانديزلاسختې وې، که څه هم چې د تورنووگړو» جنايات « د سياسي عقيدې د آزادۍ مُجازاوسوله ايزاعمال وو.