1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

انرژي مشروبات د ماشومانو روغتيا ته زيان رسوي

۱۳۹۷ مهر ۲, دوشنبه

د روغتيا نړيوال سازمان په حواله به تر ۲۰۲۵ م کاله پورې تر ۷۰ ميليونه زيات ماشومان ډير چاغ وي. خو آيا علت یې بوره او کافيين يعني خواږه شربتونه دي؟ خو پر چاغښت سربيره دا مشروبات نورې ناوړه پاېلې هم لري.

https://p.dw.com/p/35Noa
Mensch trinkt aus einer Flasche Limonade Softdrink
انځور: Colourbox

د بريتانيا د نوو زېږيدلو او ماشومانو د روغتيا د شاهي کالج څخه پروفيسور رسل وينر وايي چې ماشومان بايد انرژي مشروبات چې زيات خواږه او کوفيين ولري، و نه څښي. کافيين يو ډول کيمياوي مواد دي چې په بيلا بیلو بوټو لکه قهوې، کاکاو او چايو کې موجوده وي او د مغزو د ويښ ساتلو له پاره ترې استعفاده کيږي. دا ماده په کوکا کولا او نورو مشروباتو کې ډېره کارول کيږي.

په شتمنو هېوادونو کې ماشومان هسې هم په خپل ورځني ژوند کې ډېر خواږه خوري. د وينر په خبره په دې توگه دا له امکانه لېرې ده چې دوی دې نورې اضافي انرژۍ ته اړتيا ولري.

په انرژي او نورو مشروباتو کې ډېره زياته بوره د دې لامل شوې چې په نړۍ کې په ماشومانو کې چاغښت زيات شوی دی.

کافيين چې په ټوله نړۍ کې په بيلا بيلو مشروباتو کې له دې کبله کارول کيږي چې د خوب مخه ونيسي او د انسانان مغز ويښ او بېیداره وساتي، د انسان پر روغتيا ناوړه اغيز کوي. دا د وېرې او د خوب د خرابېدو باعث کيږي. همدا راز دا مشروبات د ماشومانو پر ټولنیز چلند، خوی او د ماشومانو پر مغز اغیز کوي.

د وينر په خبره ماشومان د «صحي خوراک، ښه خوب، سپورت او تر ټولو زيات د نورو انسانانو سره د تماس» له لارې په کافي اندازه انرژي ترلاسه کولای شي.

نوموړی هلې ځلې کوي څو په بريتانيا کې پر ماشومانو باندې د انژري مشروباتو پر خرڅلاو بندیز ولگول شي. دا ډول بندیز په ځينو نورو هېوادونو کې عملي شوی دی.

انرژي او نور خواږه مشروبات د ماشومانو د چاغښت سبب کيږي او همدا راز په لويانو کې د وېرې د رامنځته کيدو لامل کيږي او پر خوب هم ناوړه اغېز کوي.

Larissa Warneck (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: