1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انسانان ولې غیبت کوي؟

۱۳۹۸ شهریور ۲۶, سه‌شنبه

کابو هر انسان غيبت کوي خو مني یې نه: بد ويل، آوازې خپرول او غيبت، څومره چې بد دی هومره عام دی. خو کارپوهان اوس دې نتيجې ته رسېدلي چې انسانان دې ته اړتيا لري.

https://p.dw.com/p/3Pim3
Symbolbild Lästern im Büro
انځور: picture-alliance/dpa/C. Klose

انسانان که غيبت هر څومره بد کار گڼي خو خپله یې هم کوي: او د هغو کسانو په اړه غږيږي چې دغه شيبه موجود نه وي.

ساينس پوهان اټکل کوي چې زموږ د ۶۵ تر ۹۰ سلنه ورځني بحثونه او گپ شپ پر هغو انسانانو راڅرخي چې موجود نه وي.

کارپوهان د يوې څېړنې په ترڅ کې دې پايلې ته رسېدلي: «انسانان په نورو پسې له خبرو کولو دومره خوند اخلي چې دا د ډوډۍ او يا جنسي اړيکې سره د هغوی له ليوالتيا سره د مقايسه وړ گرځيدلی شي.»

خو ډېر لږ انسانان دا خبره مني چې دوی غيبت کوي. د زياترو ټولنو اخلاقي منشور يا اصول په نورو پسې خبرې کول غندي او بد کار یې بولي.

په هالند کې د «خلک ولې غيبت کوي؟» تر عنوان لاندې ترسره شوې يوه څېړنه کې ويل شوي: «په نورو پسې خبرې، ټوقې او غيبت زياتره وخت يوازي په خود غرضۍ او خپل چارۍ پورې تړل کيږي چې هدف یې د نورو مهارول او يا پر هغوی په ناوړه ډول اغیزه کول دي.»

غيبت د اخطار په موخه

په اصل کې د يو چا په غياب کې په هغه پسې څه ويل دومره بد هم نه دي لکه نوم چې يې بد دی. دا نه يوازې يو ژور انساني خاصيت دی، بلکې يو څه معنا هم لري. دا خبره ارواپوه جان انگلمن کوي چې د کاليفورنيا په بيرکلی پوهنتون کې په دې اړه څيړنې کوي.

هغه زياتوي: «له غيبت کولو څخه موږ په دې پوهيږو چې څوک زموږ بالقوه ښه همکار يا شريک گرځيدلی شي او د چا څخه موږ باید ځان لېرې وساتو.»

هغه زياتوي چې موږ همدا راز په دې پوهيږو چې څوک د خلکو له خوا يا په يوه ټولنه کې منل شوی او څوک نه چې دا د تکامل په پروسه کې د مرگ او ژوند خبره وه.

د خاينينو، ټگانو او خپل چارو په اړه اخطار ترلاسه کول، د ژوندي پاته کيدو له پاره ډېر اړين ول.

انگلمن په يوه څېړنه کې موندلې چې غيبت له موږ سره په دې پريکړه کې مرسته کوي چې څوک په خپله ډله کې شامل کړو. آن کوچني ماشومانو هم په دې توگه د خپل چارو ملگرو په اړه چې نه غواړي په شريکه سره لوبه وکړي او لوبې کول ورسره خوند نه کوي، خبرداری ترلاسه کوي.

پر خپل چلن غور وکړه، گني ملامتوم دی!

بد ويل نه يوازې په اصطلاح له غنمو د بوسو په جلا کولو او يا د خپلې ډلې له پاره د مناسبو کسانو په ټاکلو کې مرسته کوي، بلکې دغه کار هغه خلک سره نزدې کوي چې غيبت کوي.

خو په دغه ډول يوه قسم خوړلې ډله کې هم په يو بل پسې بد ويل کيږي. آیا دا نو ډېره د کرکې وړ خبره نه ده؟ کارپوهان وايي نه. ځکه گټه یې داده چې څوک د خپلې گټې له پاره د يوې ډلې نورمونه نقضوي، بايد په دې وپوهيږي چې نور به یې په اړه خبرې هرو مرو کوي.

له دې کبله د دوستانو په ډله کې د غيبت يا بد ويلو د هدف گرځيدو له ویرې، دغه تن بيا ځان په کنترول کې ساتي.

هالندي څيړونکي ليکي چې زياتره هغه انسانان چې غيبت کوي، کومه ډېره بده موخه نه لري. د بې اساسه آوازو خپرولو يو علت دادی چې انسانان په دې ترڅ کې يو څه د خوښۍ احساس کوي: يعني تر ټولو نوی خبره خپرول خوند کوي، د ساتيري باعث گرځي او د دې زمینه برابروي چې انسانان له يو بل سره ښه وخت ولري.

بد ويل؟ هو! خو زما نه

ولې غيبت کول په ټولو ټولنو کې بد گڼل کيږي؟ ولې یې زموږ په ذهن کې په اړه ناوړه تصور او مهارونکې انگیزه تسلط لري؟ جان انگلمن په دې وايي: «ښايي موږ انسانان په بل پسې خبرې يا غيبت ځکه بد گڼو چې موږ فکر کوو کيدای شي يوه ورځ به په موږ پسې هم داسې خبرې وشي. هغه وخت به بيا زموږ نوم، شهرت او حيثيت نور زموږ په لاس کې نه وي او موږ به پرې کنترول نه لرو.»

BS/NZ (Julia Vergin)

زموږ له آرشيف څخه: