1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انوري: د بي ځایه سویو افغانانو ستونزي ندي هواري سوي

۱۳۹۰ مهر ۲, شنبه

په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان له یو شمیر جنګ ځپلو سیمو په زرګونو کورنۍ د ځان او مال د خوندي توب لپاره د خپلو اصلي ټاټوبو پریښودو ته اړ سوي او ډیری هغه یې نسبي له امن څخه ډکو سیمو ته کډه سوي دي.

https://p.dw.com/p/12foG
په کابل کي د کورنيو مهاجرو کمپ
په کابل کي د کورنيو مهاجرو کمپانځور: AP

د افغانستان د سویل ختیځو او سویلي ولایتونو په سلګونو کورنۍ د جګړې له ویري کابل ته هم را کډه سوي دي. هغوي د سرپناه او یوې مړۍ ډوډۍ په لټه کې پلازمیني ته را کډه سوي خو هغه څه چې دلته دوي ورسره لاس او ګریوان دي ښایې له راتګ دمخه یې تصور هم نه شوای کولای.

د کابل په لویدیځ کې د ارزګان، کندهار او هلمند ولایت په سلګونو کورنۍ په یوه خړه دښته کې سره را غونډي سوي او یو موقتي پنډغالی یې بنا کړی دی. په ریښتیا چی دلته ژوند ډیر ستونزمن دی او له ماشومانو څخه نیولي بیا تر بوډګانو او ځوانان پوري ټول په ډول ډول رواني ناروغیو اخته سوي دي.

د خوړو لپاره مناسب څیزونه شتون نه لري، د استوګنې حالت ناوړه دی او حکومت هم هغسي چې یې باید کړي وایې د دغو کډوالو ستونزو ته رسیدګي نه کوي. د دغه کمپ یو اوسیدونکی طاوس خان وايي چی حکومت دوي ته د استوګني ځایونه ندي ورکړي نوځکه لا همداسي د درد او غم شپې تیروي.

«هر څه مو نړیدلي دي، وروستیو با رانونو مو ژوند له خراب کړی، د خوراک او پوښاک لپاره هیڅ نه لرو».

نوموړی وایې چې ډیری ماشومان یې د موسم د بدلون او د هوا د سړیدو سره سم ناروغان سوي دي.

د کډوالو چارو وزیر جماهیر انوري چې د دغه کمپ د اوسیدونکو د حالت د جاج د اخیستلو لپاره راغلی وو وایې دولته په سلګونو کورنۍ راغلي خو دوی هڅه کوي چې د اوږد مهال لپآره د دوي ستونزي ته یوه مناسبه حل لاره ومومي.

نوموړی ډاډ ورکوي چی خپلي سیمي یی اوس په امن کی دي او هغوي باید خپلو سیمو ته کډه سي. خو د کمپ اوسیدونکې وایې چی په سیمه کی یی امن نسته او حکومت حتی د ولایت څو مترۍ باندي هم ولکه نه لري.

افغانان د درو لسيزو را پدېخوا د جگړو سره مخامخ دي
افغانان د درو لسيزو را پدېخوا د جگړو سره مخامخ ديانځور: AP

د دغه کمپ یوه اوسیدونکې وویل چې څوک وایې چې امنیت سته، زره امنیت هم نسته، حکومت له لشکرګاه څخه ماندې سیمې ته هم نسي تلای، هیڅ راز امن نشته مونږ هلمند ته په اوسنیو شرايطو کې د تګ لپاره چمتو نه یو.

د کډوالو چارووزیر جماهیر انوري وايي دوي څو څو ځله د وزیرانو شورا په غونډو کې د دغوړ کډوالو په باب خبري کړي خو داسي ځای په کابل کې نشته چې هغوي ته پکې ځمکي ورکړل شي.

« په ټول کابل کی ۲۵۰۰ بي ځآیه شوي کورنۍ په اولسو محلونو کی ژوند کوي، تر ټولو ډير یی په دغه ځای کی دي، او دلته تر زرو ډيري کورنۍ ژوند کوي.»

په دغه کمپ کې ډیری کډوال وایې چې مرګ یې قبول دی خو بیرته خپلو سیمو ته تګ یې ندی قبول. ډیری دغه کډوال وايي چی بي سرپناهۍ دوي ته دومره لویه ستونزه ده چی نه تر اوسه حکومت هواره کړي او نه هم کومي بلي اداری.

هغوي له نړیوالو خیریه ټولنو او حکومت څخه په بیا بیا د مرستو غوښتنه تکراروي.

ميرويس جلالزی/کابل
کتونکی: احمدولي اڅکزی