انځورونه: د هر هيواد د ماشومانو ژوند له ټولگيو څرگنديږي
دا چې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې ماشومان څرنګه ژوند کوي له هغو ټولګیو څخه ښکاري چې دوی پکښې زده کړي کوي. په دغو انځورونو کې څرګندیږي چې د ماشومان د زده کړي شرایط په بیلابیلو هیوادونو کې ډیر ټوپیر سره لري.
د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې ماشومان په کومو شرایطو کې زده کړې کوي. په نزدې ټولو هیوادونو کې ښوونکي پر توره تخته باندي په تباشیر لیکنه کوي. خو د زده کوونکي ټولګي یو له بل سره ډیر ټوپیر لري. ځینې زده کوونکي پر وړونکو څوکیو زده کړي کوي، ځینې نور بیا پر ځمکه ناست وي او ځیني بیا په براخو څوکیو له خپلو لپتاپ کمپیوترونو سره خپل درسونه زده کوي.
سویلي کوریا په روزنیز نظام کې خپل ډیر تمرکز پر دیجیتال رسنیو باندي کوي. په هر ټوللګي کې انترنت او کمپیوترونه موجود وي. دولت هم غواړي چې ټول کتابونه دیجیتال بڼي ته واړوي. د دې له پاره چې ټول ماشومان دیجیتال درسي موادو ته لاسرسی ولري، حکومت يې غریبي کورنيو ته په وړيا توګه کمپیوترونه ورکوي.
په ګانا کې بیا د زده کړې مواد دیجیتال نه دي او ښوونکي په تباشیر سره پر تورو تختو باندي درسونه لیکي. د نورو ګاونډیو په پرتله په ګانا کې د سواد کچه ځکه لوړه ده چې د ښوونځي لومړي شپږ کاله وړیا دي. په دې هیواد کې باید ماشومان نهه کاله په الزامي توګه زده کړې وکړي.
په آلماني ښوونځيو کې ماشومان ډیر وخت له پنسلونو او کتابچو څخه کار نه اخلي، بلکې په عوض یې له خپلو ځیرکو تلیفونونو او کمپیوترونو څخه کار اخلي. د دې کار هدف په دې هیواد کې د دیجیتال زده کړو پیاوړي کول دي.
په پرمختللو هیوادونو کې ښوونځي ته تګ یوازي د لومړنیو زده کړو په معنی نه وي. پرمختللي هیوادونه په لومړیو کلونو کې پر زده کړو باندي ډیر تمرکز کوي. خو په وروسته پاتو او لږ عاید لرونکو هیوادونو کې بیا له هرو ۲۰ ماشومانو څخه ۳ يې تر ښوونځي مخکې وړکتون ته ورځي.
په کینیا کې ماشومان کولای شي چې اته کاله وړيا زده کړې وکړي. خو ډیر ماشومان آن تر اتو کلونو مخکي ښوونځی پریږدي ځکه ورته د ښوونځي یونیفورم، کتابونه، کتابچې او قلمونه په کار وي چې د هغوی له توانه ډیر لوړ وي. په دولتي ښوونځیو کې د زده کوونکو شمیر ډیر لوړ وي او ټولګي له زده کوونکو ډک وي. هغه کورنۍ چي توان یې لري، خپل ماشومان خصوصي ښوونځیو ته استوي.
په بريتانيا کې ډیر ماشومان په ښوونځي کې یونیفورم اغوندي. خو په وروسته پاته هیوادونو کې هغه کورنۍ چې د یونیفورم رانیولو توان نه لري، هم کولای شي خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي.
په ځینو هیوادونو کې د ښوونځیو د کمښت له کبله، ماشومان تر شنه اسمان لاندي زده کړې کوي. دا د پاکستان یو پارک دی چې زده کوونکي پکښې د زده کولو په حال کې دي. پاکستان په وروستیو وختونو کې خپله روزنیزه بودجه کمه کړې ده او پر ځای یې پوځي بودجه ډېره کړې ده.
په افغانستان کې ډیر ماشومان د جګړو له کبله له زده کړو بې برخې پاته شوي دي. د هرو څلورو ښځو یوه یې کولای شي چې لیک لوست وکړي. د دغه هیواد ۵۲ سلنه نارینه هم بې سواده دي. که څخه هم په وروستیو ۱۴ کلونو کې د زده کړې په برخه کې ډیر پرمختګ شوی دی، خو بیا هم د ښوونځیو، روزونکو او درسي مواد سخت کمښت موجود دی.
په سویلي سودان کې هم وضعیت دې ته ورته دی. دې هیواد یوازې ۱۶ سلنه ښځي يې لیک لوست کولای شي. د نجونو له پاره د زده کړې شرايط برابرول اوس د بهرنیو مرستندویه سازمانونو یو اصلي هدف گرځېدلی دی. په دغه هیواد کې هم کورنۍ جګړې روزنیز نظام سخت زیانمن کړی دی، د ښوونځیو، روزونکو او درسي موادو سخت کمښت موجود دی.
د برازیل په لریو پرتو سیمو کې زده کوونکي په سختو شرایطو کې زده کړي کوي. که څه برازیل یو مخ پر وده هیواد دی، خو بیا هم د غربیو او بډایو کورنیو تر منځ توپیر ډیر زیات دی.