انځورونه: په ننګرهار کې د خپلواکۍ جشن د امنیتي پیښو تر سیورې لاندې
د ننګرهار ولایت اوسیدونکو د افغانستان د خپلواکۍ چشن له اټنونو، موسیقي او نورو مراسمو سره ولمانځل. خو د خپلواکۍ د کلیزې پر ورځ په جلال آباد ښار کې یو لړ چاودنې هم وشوې.
په ننګرهار کې د دوشنبې په ورځ د رسمي مراسمو په ترڅ کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه ولمانځل شوه.
په دې ولایت کې هر کال د خپلواکۍ مراسمو د نورو سیمو په پرتله په پراخه توګه لمانځل کیږي ځکه د شاه امان الله خان قبر په همدې ځای کې دی.
په سږنیو مراسمو کې د شاه امان الله خان د کورنۍ غړو هم ګډون کړی. دا یې لمسی شازدګۍ ثریا ده.
شازدګۍ ثریا د شاه امان الله خان قبر ته د احترام ادا کولو پر مهال.
د ننګرهار اوسیدونکي له شپو راهیسې د آزادي جشن په موسیقي او اټنونو لمانځي.
د امان الله خان مقبره په پخواني شکل رغول شوې ده. دا یې شپېنۍ ننداره ده.
پښتونستان څلور لارې هم د جشن په مناسبت له خلکو ډک دی.
خلکو خو آن خپل موټر هم د افغانستان د بیرغ په څیر رنګ کړی وو.
د آزادۍ د سلمې کلیزې په شپه په جلال آباد ښار کې اور لوبې هم وشوې.
د خپلواکي په شپه د جلال آباد په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه.