1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انګلا ميرکل: د آلمان تلپاتې صدراعظمه

۱۳۹۶ شهریور ۲۷, دوشنبه

انګلا ميرکل له ۱۲ کلونو راهيسې د آلمان د سیاست واګي په لاس کې لري او کيدای شي چي نور څلور کاله هم همداسې وي. ځکه په آلمان کې دا دود شته دی. پخوانی صدراعظم هیلموت کوهل هم ۱۶ کاله صدراعظم وو.

https://p.dw.com/p/2kANo
Berlin Modelle von Angela Merkel bei Madame Tussauds
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

که څوک غواړي وپوهيږي چې ولې ميرکل بې له کومې لانجې دوامداره حکومت وکړ نو د آلمان د نورو ګوندونو څخه دې د دې په هلکه پوښتنه وکړي. په زرغون ګوند کې چې د مسيحي ګوند طبعي مخالفين دي، سړی د ميرکل ستاينه اوري. ميرکل هغه څه وکړل چې زرغون ګوند یې تل غوښتنه کوله: د اتومي انرژۍ څخه لاس پر سر کيدل او مهاجرو او پنا غوښتونکو ته ځای ورکول.

د صدراعمظمې برياليتوب

د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند(SPD) پخوانی مشر او د بهرنيو چارو برحاله وزیر زيگمار گابريل هم چې ګوند يې له اوږدې مودې راهيسې په ستر ائتلاف کې د دويم ګوند په توګه د پاتيدو له کبله له سياسي لحاظه زيان ليدلی، د اوږدې مودې د صدراعظمې ستاينه کوي. نوموړي د انتخاباتو د مخه د پارلمان په وروستۍ غونډه کې وويل: «هغه تل عادله او انعطاف پذيره اوسيدلې»

او اوس دا غواړي چې يوځل بيا صداعظمه شي.  خو اوضاع ته په کتو داسې نه ښکاري چې آلمانان دې په اصطلاح د دې له حکومته ماړه وي یعني داسې نه ده چې نور د ميرکل نوم نه شي اوريدلی. د نظر پوښتنو په حواله نوموړې مخکې ده.

د آلمان پخوانی صدراعظم هيلموت کول هم په ۱۹۹۴م کال کې په څلورم ځل وټاکل شو. ده تل د تاريخ هغه کتابونه په نظر کې نيولي ول چې غوښتل یې ځان ورته ورسوري. د آلمان د يووالي وروسته د يورو د رايجولو پروژه د ده په اجنډا کې تر ټولو مخکې وه. وولفکنګ شويبله چې هغه وخت ورته د آلمان د مسيحي اتحاد د دويم تن په سترګه کتل کيدل، باور نه درلود چې کول به د اروپا د پولي واحد په رامنځته کولو وتوانيږي.

څلورمه خطري دوره

تر کول وروستيو څلورو کالونو کومې ځانګړې لاسته راوړنې نه درلودلې او وخت رارسیدلی وو چې ګيرهار شويدر صدر اعظم شي. د آلمان يو بل پخوانی صدراعظم ګونراد آدناور هم په ۱۹۶۱م کال کې په څلورم ځل صدراعظم شوې وو خو نوموړی دا ځل يوازې دوه کاله پر څوکۍ پاتې شو.

Symbolbild Angela Merkel Merkel Raute Merkelraute
انځور: picture-alliance/dpa/Michael Kappeler

ميرکل هم اوږده موده سوچ او فکر وکړ چې آیا بل ځل ځان کانديد کړي او که نه؟ دې بايد هم همداسي کړي وای ځکه د ۲۰۱۵ م کال دوبی د دې له پاره يو امتحان وو. يو ميليون مهاجرو ته د داخليدو اجازې ښايي دا د خپلې څوکۍ محرومه کړې وی. ځکه په مسيحي اتحاد کې دننه دې پر دې موضوع سخت اختلافات موجود ول. له بله پلوه بيا دا د همدې پريکړې له کبله په سياسي او ټولنيزه صحنه کې د يوې باجراته مور په نامه وستايله شوه.

خو بيا هم د مهاجرت موضوع دا ډيره ستړې کړه. ځکه مخالفينو يې د دې «موږ یې سر ته رسولی شو» شعار د بحث موضوع وګرځوله او دې بايد د هغوی د نيوکو ځوابونه ورکړي وای.

د واک فکتور

دلته د واک فکتور هم شته. کله چې د ميرکل د ګوند ملګرو په ګوندي کانګره کې دې ته په چغو چغو وويل چې ته یې بايد وکړې، دې له ګوندي استازو سره شريکه کړه چې دې په اصل کې د نوامبر پر ۹ نيټه هغه وخت د بيا کانديدو پريکړه وکړه کله چې دا روښانه شوه چې دونالد ترمپ د امريکا متحدو ايالاتو ټاکنې ګټلي دي. له هغه راهيسې دا د ترمپ ضد ده.

د نوموړې له سياسي جريانه دا خبره واضح ده چې دا نه غواړي د يوه «بې ځانه مړي» په توګه له صحني ووځي. د يوه منطقي انسان په توګه دې بايد هر اړخ ارزولی وي او دې ته چمتو وي چې په برلين کې نور څلور کاله د حکومت مشري وکولای شي. دمګړۍ دا په نړيوۍ کي هم ډيره پيژندل شوې ده. د نيويارک ټايمز ورځپانې په دې وروستيو کې دا د «اروپا د وروستۍ ځواکمنه دفاع کونکې» په نامه ياده کړه.

Deutschland Bundeskanzlerin Angela Merkel und Recep Tayyip Erdogan in Hamburg
انځور: picture-alliance/POP-EYE/B. Kriemann

«دوی ما پيژني»

دا هيڅ د حيرانتيا خبره نه ده چې انګلا ميرکل په ۱۹۴۹م کال کې د آلمان د فدرالي جمهوريت له تاسيس راهيسې د آلمان اتمه صدراعظمه ده. ځکه د آلمان هر صدراعظم اوږده موده صدارت کړی دی. پر دې نيوکې هم کيږي. تل د صدارت د دورې د محدودولو په اړه د فکر کولو غوښتنې هم راپورته شوي دي.

د ميرکل د حکومت د اوږدې دورې د علتونو په اړه ډير څه ويل کيدلای شي. دې ډير وخت واخیست څو د بيا کانديديدو پريکړه وکړي. انتقاد کوونکو وويل چې دا زړه نا زړه ده. خو ميرکل د دې هر څه سره خلکو ته د منلو وړ ده. ځکه نو نوموړې ډيرو تبليغاتو ته هم اړتيا نه لري. څلور کاله مخکې يې هم دې جملې کفايت کاو: «دوی ما پيژني».

زموږ له ارشيف څخه: