1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انګلستان ته د اوښتو هڅې يوه مهاجره ووژل

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ تیر ۲۲, سه‌شنبه

يوه پناه غوښتونکې پيغله چي غوښتل يې له فرانسې و بريتانيې ته واوړي، په ترافيکي پېښه کي ووژل سول.

https://p.dw.com/p/1JNih
انځور: picture-alliance/dpa/A. Devlin

د فرانسې د «لې پاريزين» په نوم ورځپاڼي خبر خپور کړی چي د دوشنبې په شپه (د ۲۰۱۶ کال د جولای ۱۱مه نېټه) په شپه يوه پناه غوښتونکې پيغله د حادثې ښکار سوه.

د ورځپاڼي د راپور په حواله دغه پيغله د ايريتريا هيواد څخه وه چي غوښتل يې د فرانسې له کالې څخه و انګلستان ته واوړي.

د يادي ورځپاڼي د راپور له مخي وژل سوې اتلس کلنه مهاجره تر يوې لارۍ موټر لاندي راغلې وه. د عيني شاهدانو په وينا د لارۍ موټروان د حادثې وروسته وتښتېد.

زياته سوې چي کله چي پوليس د حادثې ځای ته ورسېدلی نو په سلهاؤ پناه غوښتونکو ورباندي بريد وکړ. هغوی پوليسو ته اجازه نه ورکوله چي د حادثې ځای ته ورسي.

د ورځپاڼي د راپور په حواله په تيرو ۱۲ مياشتو کي ۳۰ داسي پناه غوښتونکي مړه سوي دي، چي هڅه يې کوله چي د فرانسې له کالې څخه و انګلستان ته واوړي.

د فرانسوي چارواکو په وينا په کالې کي د ښار پر څنډه په کمپ کي تقريبا ۴۵۰۰ مهاجر ژوند کوي. دغه کمپ ته د «ځنګل» خطاب هم کيږي. د دغه کمپ اکثره اوسېدونکي د دې په انتظار کي وي چي څه وخت به يې لاره برابره سي چي انګلستان ته واوړي.