1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انګلستان د افغانستان د لانجې سياسي حل لاره ويني

۱۳۸۹ آذر ۲۵, پنجشنبه

انگلستان غواړي چي د افغانستان د روان بحران د ختمولو لپاره د راتلونکي کال په ورستۍ نيمايي کي سياسي لاري چاري ولټوي.

https://p.dw.com/p/Qd6s
د برتانيې د دفاع وزير ليم فاکس او ولسمشر حامد کرزی
د برتانيې د دفاع وزير ليم فاکس او ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

د انگلستان د دفاع وزير د چهارشنبې په ورځ ويلي دي چي دا به داسي وي چي په دغه وخت کي به د ايتلافي ځواکونه، پر طالبانو باندي رواني فشار اچوي او دوی به د خبرواترو ډگر ته راسي.

د برتانيې د دفاع وزير، ليم فاکس، ويلي چي طالبانو دغه خبر خپور کړي چي امريکايي ځواکونه او ملگري يې د راتلونکي کال په سپرلي کي د افغانستان څخه وزي.

خو په دغه وخت کي د بهرنيو ځواکونو شتون پر طالبانو دمره فشار ډير کړي چي هغوی په رواني بري و مومي.

ليم فاکس ويلي: « دا ډيره مهمه خبره ده چي موږ د دغه وخت څخه استفاده وکړو او دا خبره په اثبات ورسؤ چي موږ دلته شتون لرو او دا چي طالبانو دروغ وويل.»

ده زياته کړې:« په دغه وخت کي به موږ د خپل رواني لوړتياو څخه کار واخلو او طالبانو ته به د خبرواترو لپاره شرطونه وړاندي کړو ترڅو سياسي ثبات رامنځ ته سي.»

په روان وخت کي په افغانستان کي شاوخوا 1500000 بهرني ځواکونه ميشت دي. چي 100000 يې امريکايي پوځيان دي، چي د واشنگټن د پلان له مخه به يو شمېر به يې په راتلونکي کال کي په وتلو پيل وکړي.

انگلستان هم په افغانستان کي شاوخوا 10000 پوځيان لري چي تمه کيږي ځيني يي په 2011 کال کي د افغانستان څخه په وتلو پيل وکړي.

د انگلستان د دفاع وزير وايي چي ډير شمېر ځواکونه به يې د افغانستان په هغو سيمو کي چي امنتي ستونزي شتون لري، پاته سي ترڅو په افغانستان کي امنيت راولي.

د هغي پريکړي پر اساس چي د ناټو غړو هيوادونو په ليزابون کي تيره مياشت وکړه، په افغانستان کي ميشت ايتلافي ځواکونه بايد تر 2014 کال پوري د دغه هيواد امنيتي چاري افغان ځواکونو ته وسپاري.

ليم فاکس وايي چي افغان امنيتي ځواکونه د پياوړي کيدو په حال کي دي، او په راتلونکي کال کي به اقغانان پر خپل هيواد لا ډير حاکميت ولري چي دغه خبره به هم پر طالبانو رواني فشارلا ډير کړي ترڅو دوی د خبرواترو ډگر ته راسي.

د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرواترو په اړه په ورستيو کي ډير راپورونه ورکول کيږي خو لا تر اوسه پوري په دغه برخه کي کوم خاص عملي پرمختگ نه دی سوی.

دا په داسي حال کي ده چي زورزياتی په افغانستان کي تر بل هر وخت ډير سوی، حکومتداري لا ډيره ضعيفه ده او اداري فساد هم په افغانستان خوله ډکه کړې ده.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل