1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انگلا میرکل اندونیزیا ته په رسمي سفر ځي

۱۳۹۱ تیر ۱۶, جمعه

د المان صدراعظمه انگلا میرکل د جولای د میاشتې په نهمه اندونیزیا ته رسمي سفر کوي. د یورو د بحران پر وخت اندونیزیا د المان له پاره ځانگړی اهمیت پیدا کړی دﺉ. دواړه هیوادونه به د ستراتيژیکو همکاریو یو تړون هم لاسلیک کړي.

https://p.dw.com/p/15Sv6
انځور: REUTERS

له ۱۹۵۱ عيسوي کال راهيسي المان له اندونيزيا سره ديپلوماتيکې اړیکې لري. اندونيزيا د خپلي ښې اقتصادي ودې او د خپل ځوان نسل له کبله، په ځانگړې توگه د يورو د بحران پر مهال د ډيري توجه وړ کرځیدلې ده.

په ۲۰۱۱ کال کې اندونيزيا ته د المان صادرات ۵،۳ سلونو ته لوړ سول، په داسي حال کې چې المان ته بيا د اندونيزيا صادرات ۱۶،۸ سلنه ول. نو له همدې وجې اندونيزيا د بهرنیو پانگه والو د پاملرنې وړ ګرځيدلې ده.

د اندونيزيا د اقتصادي چارو کار پوه هاريو اسويشونو، په دې اند دئ چې اندونيزيا د خپلي ښې اقتصادي ودې له کبله په ډيرو برخو کي بهرنیو پانگه والو ته اړتیا لري. د بیلگې په توگه په تعميراتي، صنعتي او يا هم د ماشين الاتو په برخه کې. په دغو برخو کې د المان برتري د هغوی په ښو او اصیلو موادو کي ده. د انرژۍ او کانونو د را ايستلو په برخو کې هم ډيرې پانگه اچونې ممکنې دي.

اندونيزيا د المان د مالونو کيفيت ته ډير اهميت ورکوي. د يوه اندونیزیایي شرکت مشر هيندري کوزديان، وايي چې که څه هم د المان د ماشين الاتو بیې د نورو هيوادونو په پرتله لوړې دي، خو د هغه په خبره د المان ماشین الات لوړ کیفیت لري.

په اندونيزيا کې شاوخوا ۲۵۰ الماني شرکتونه فعاليت کوي. د نورو تر څنګ زمينس، BMW، ميرسدس بنز او داسې نور شرکتونه په دغه هیواد کې په فعالیتونو بوخت دي.

خو د اندونيزيا د ښې اقتصادي ودې تر څنګ، پانگه وال له پیچلې بيوروکراسي او اختلاس څخه شکايت کوي او وايي چې د شرکتونو د فعاليت په لار کي ورته خنډونه جوړيږي. خو اقتصادي کار پوه هاريو اسويشونو، په دې باور دئ چې هغوی به بيا هم اندونيزيا ته راسي. ځکه چي د دې ځای لوړې ګټې دوی دې ته هڅوي چې په دې هیواد کې پانگونه وکړي. ډيری الماني شرکتونه له ډير وخت راهيسي په اندونيزيا کي فعاليت کوي او له وضعې څخه خبر دي.

د بهرنیو شرکتونو له پاره تر ټولو مهمه خبره د يوه هيواد سياسي ثبات دئ. که څه هم اوس په اندونیزیا کې ځینې اسلامي تند لارې ډلې فعاله سوي دي چي د لویدیځ ضد تبليغات کوي خو دغه ګروپونه پر سياست او ټولنه باندې ډيره اغیزه نه لري.

په جاکارتا کي د المان–اندونيزيا د تجارت د خونې رئيس يان رين فيلد، هم وايي چي اندونيزيا له سياسي او ټولنیز لحاظه يو باثباته هیواد دئ او تر اوسه پورې ورته د اسلامي تندلارو ډلو له خوا کوم گواښ متوجه نه دئ.

اندونیزیا ته به د انگلا میرکل د سفر پر وخت د دواړو هیوادونو تر منځ سیاسي او اقتصادي اړیکې نورې هم پراخه شي او دواړه هیوادونه به د ستراتیژیکې ملگرتیا یو تړون لاسلیک کړي.

پرواننگزي آیو/ محمد قاسم نوري
کتونکی: سید ریاض