1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انگلا میرکل نن پرتگال ته سفر کوي

۱۳۹۱ آبان ۲۲, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16h3m

په پام کې ده چې نن به د المان صدراعظمه انگلا میرکل پرتگال ته سفر وکړي، چیرې چې به هغه د دولت د سخت سپما له پروگرام څخه خپل ملاتړ څرگند کړي. پلان شوې ده چې په د پرتگال په پلازمینه لیزابون کې به میرکل د دغه هیواد له ولسمشر او لومړي وزیر سره وویني.

د اروپایي ټولنې، نړیوال وجهې صندوق او د اروپا د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې پرتگال د اصلاحاتو د راوستلو ژمنې تر سره کړي دي. د میرکل د سفر پر وخت یو شمیر ټولنو او د کارگرانو اتحادیو د لاریونو د تر سره کولو له پاره غږ کړی دی.