1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انگلا میرکل چیک ته سفر کوي

۱۳۹۱ فروردین ۱۵, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/14WvO

د المان صدراعظمه انګلا میرکل د سیاسي خبرو اترو په موخه د چیک جمهوریت ته سفر کوي. نوموړې به په پراګ کې د چیک د حکومت د مشر پيټ نیکاس، سره د دوه اړخیزو همکاریو په هلکه خبرې وکړي.

پر دې سربیره به د اروپا په مالي تړون هم خبرې وشي. د چیک جمهوریت هم د بریتانیې په څير د بودجې د سمون په دغه تړون کې شامل نه دئ.

د دې سربیره به د دغه هیواد د تیمیلین د اتومي دستګاو په هکله هم خبرې وشي چې تر اوسه پکښې د یو څو پیښو خبرونه ورکړل شوي دي. په پای کې به میرکل په پراګ کې د ولس مشر واکلاو کلاوس سره هم وګوري.