1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انگلستان د يمن څخه د نورو حملو تشويش لري

۱۳۸۸ بهمن ۱, پنجشنبه

دانگلستان لومړي وزير گوردون براون پرون چهارشنبه ددغه هېواد اولسي جرگې ته په ډاگه کړه، چې يمن د ترهگرانو د روزني او پناه وړني ځای گرزېدلی - وروسته له سوماليې او د افغانستان -

https://p.dw.com/p/LcWK
دانگلستان صدراعظم گوردون براون
دانگلستان صدراعظم گوردون براونانځور: AP

پاکستان شريکو پولو څخه، دا هېواد دټولي نړۍ دپاره د ترهگري فعاليتونو خطر گرزېدلی دئ . نو ځکه صدراعظم غواړي سرحدونه ټينګ کړي :

براون وايي : (موږ د يمن له هوايي شرکت سره دا روغه جوړه کړېده، تر څو پوري چې په هغه هېواد کې د ډاډ وړ امنيتي تدبيرونه نيول کيږي، مستقيمېي الوتني به سمدلاسه بنديږي . )

برسېره پر دې به د هغو يمنيانو په اصطلاح تورلست جوړوي، کومو ته چې انگلستان ته د تگ او يا ورڅخه د ترانزيت دتېرېدو اجازه نسته.

د لندن د اقصاد په ښوونځۍ کې د نږدې ختيز کارپوه پروفيسور فاويز جرجس څرگندوي، چې د يمن حالاتو ته له يوې مياشتي راهيسي پاملرنه اوښتې ده - خو د هغه ځای ستونځي له پخوا نه پېژندل شوې دي . نوموړی زياتوي:

(القاعده تل په يمن کې موجوده وه، له ٩٠ لسزيرې راهيسې - همدا شان هلته له اوساما بن لادن سره اړوند لرونکې يوه لويه ډله هم موجوده وه. خو کوم څه چې نوي دي، هغه پر هغه عربي ټاپووزمه باندي په دې وروستيو کالونو کې د دوی د قدرت تبارز دی . )

سبب يې هم دا چې، يمني وسله وال د سعودي عربستان له تندلارو سره يو لاس شويدي:

جرجس اضافه کوي :( دوی له ناکام هېواد سوماليې سره هم راکړه ورکړه لري، او القاعده د افغانستان او پاکستان له قبايلي سيمو څخه خپل کسان يمن ته استوي، او دا ځکه چې هلته د امريکې د متحده ايالتونو فشار زيات شوی دی .)

دغه عربي هېواد د شا تگ د پاره ډېر مناسب او وړ ملک دئ ځکه چې د جرجس له قوله:

(يمن هم يو ناکامېدونکی هېواد دئ،په ډيرو سيمو کې قانون نسته، د مرکزي حکومت قدرت له صنعا څخه دباندي نه وزي، ډېري ياغي ډلي سته، جنوب کوشش کوي ځان له شمال څخه بيل کړي، په شمال کې يوه وړه کورنۍ جگړه راونه ده، د ختيز قبيلې پر مرکزي حکومت باندې حملې کوي، او القاعده په دې سيمه ايزه لانجه کې ورسره لامبو وهي .)

د دې سخت خراب حالت په نظر کې نيولو سره په سختۍ پوهېدلی شي، چې ولې د يمن بين امللي کانفرانس بې نتيجې پاته شو. د BBC راديو د ترهگری ضد کارپوه فرانگ گاردنر څرگندوي:

(هغه ډېر کم کړل شو، يواځي يوه ورځ د نړيوالو په گډون غونډه - که سپين ووايم، هغومره نړيواله علاقه ورسره نسته . )

او اوس به دا ټول بيا يواځي دوه ساعته دوام کوي . يو شمېر د بهرنيو چارو وزيران به د خليج له هېوادونو څخه خپلو سيالانو سره گوري، او ممکن يوه د پای اعلاميه هم موجوده وي . خو د BBC کار پوه زياتوي، چې په يمن کې يواځي د القاعده موضوع نه ده . دوی ډېري نوري ستونزي او ربړي هم لري:

گارډنر وايي : (په صنعا کې اوبه مخ پر کمېدو دي، ډېر ژر به يې تېل پای ته رسيږي، نه اوبه او نه پيسې . او اوس دا اندېښنه راپورته شوې، چې يمن به يو ناکام هېواد گرزي .)

مگر د ويزل له نظره دغومره د اندېښنې وړهم نه دی، چې نړيواله ټولنه تدبير نيولو ته وهڅوي.

باربرا ويسل/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري