1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما:د افغانستان ډير لږ ځايونه د طالبانو په لاس کي دي

۱۳۸۹ آذر ۱۳, شنبه

افغانستان ته په خپل ناڅاپه سفر اوباما د ولسمشرۍ هغه دنده تر سره کړي چي زياتره وخت يې امريکايي ولسمشران د کرسمس په وختونو کي په بهر کي د خپلو عسکرو څخه د لېدنې په صورت کي تر سره کوي.

https://p.dw.com/p/QPb2
انځور: AP

د اوباما سلاکاران وايي چي، افغانستان ته د اوباما د سفر اصلي موخه د امريکايي پوځونو څخه د هغوی د قربانيو او د هغوی د هڅو څخه مننه کول ول.

اوباما په افغانستان کي وخپلو عسکرو ته د خبرو پر وخت وويل چي د افغانستان په پوځي ماموريت کي پر مختگونه سوي دي:

«موږ پدې وياړو چي اوس ډېري لږ داسي سيمي پاته دي چي ورباندي د طالبانو کنټرول وي. اوس زيات افغانان د دې موقع لري چي په مثبته توگه و خپل راتلونکي ته وگوري.»

اوباما خپلي هغي ژمنې ته هم اشاره وکړه چي په وېسټ پوائينټ پوځي اکاډمۍ کي يې د وينا پروخت کړې وه. هغه دا چي د افغانستان ستراتيژي به بدليږي او هلته به نور زیات امریکايي عسکر لېږل کيږي.

په افغانستان کي اوس څه باندي 90 زره امريکايي پوځيان د ايساف په چوکاټ کي په پوځي ماموريت بوخت دي. خو د وسله والو طالبانو او د امریکا په وينا د ترهگرو ډلو په وړاندي سخته مبارزه د يو شمېر قربانيو سره تړلې ده.

د اېنډيورينگ فريډم نومي عملياتو د پېل راهيسي تر اوسه څه باندي 1076 امريکايي عسکر وژل سوي دي. اوباما و دغې ستونزې ته هم د خبرو پر وخت اشاره وکړه:

«دا يوه ډېره کړکېچنه دنده ده. پرمختگ په ډېر ځنډ سره راڅرگنديږي او زموږ په وړاندي لا ډيري ستونزمني ورځي پاته دي. پرمختگ خپل قیمت لري.»

د خرابي هوا له وجي اوباما ونه سوای کړای چي د افغان ولسمشر حامد کرزي سره وويني خو دوی يو د بل سره 15 دقيقې ټليفوني خبري وکړې.

د سپيني ماڼۍ د وينا له مخه په دغو ټليفوني خبرو کي اوباما د کرزي لپاره کوم نوی خبر نه درلودی. دوې اونۍ تر مخه دواړو ولسمشرانو په ليزبن کي د ناټو د سرمشريزي تر څنگ د يو ساعت لپاره يو د بل سره کتلي ول.

پدغه ملاقات کي و افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيت سپارلو تر څنگ په افغانستان کي تر زیاتې مودې پوري د ناټو د پاته کېدلو پر موضوعاتو خبري سوي وې.

د اوباما د وياند رابرټ گيبس په وينا د حامد کرزي او اوباما تر منځ د ټليفوني خبرو موضوعات همدا وه. د سپيني ماڼۍ په وينا په ټليفوني خبرو کي د ويکيليکس نومي وېبپاڼي پر هغو خپرو سوو اسنادو خبري ونه سوې چي له مخه يې امريکايي ډپلوماتانو د کرزي په هکله غېر صفت کوونکې لهجه کارولې وه.

رابرټ گيبس وويل چي کرزی پدې خبر دی چي د اوباما د سفر اصلي موخه د امريکايي عسکرو څخه ليدنه ول. اوباما په افغانستان کي په امريکايي عسکري روغتون کي داخل د ژوبل سوو امريکايي عسکرو څخه ليندنه وکړه او هغوی ته يې پرپل هارټ نومي پنځه پوځي ميډالونه هم ورکړل.

تېر ځل اوباما د 2010م مېلادي کال په مارچ کي د افغانستان څخه ليدنه کړې وه. د افغانستان اوسنۍ ستراتيژي چي يو کال تر مخه جوړه کړل سوې وه اوس تر کتنې لاندي ده.

د دغې کتني پايلي به ښايي يوه اونۍ وروسته خپرې سي. داسي اټکل کيږي چي د کتني په ترځ کي به په اوسنۍ ستراتيژي کي زيات بدلونونه رامنځ ته نه سي.

د امريکا متحده ايالتونو د ناټو د نورو غړو سره توافق کړی دی چي تر 2014م ميلادي کال پوري به د افغانستان امنيتي مسؤليت و افغانانو ته وسپاري.

کرسټيانا بېرگ مان/ احمدولي اڅکزی

کتونکې: برېښنا صابر