1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما:د ترهګرۍ پرضد جګړه کي د بوش حکومت پاته راغلی

۱۳۸۷ شهریور ۴, دوشنبه

د سپيني ماڼۍ چوکۍ ته د ډيموکراټانو کانديد بارک اوباما وايي.که داثابته سي چي اوساما بن لادن په پاکستان کي دی او د پاکستان حکومت پخپله غبرګون و نه ښيي نو دی به پر هغه سيمه د پوځي بريد قومنده ورکړي

https://p.dw.com/p/F4cm
د امريکا د ولسمشر چوکۍ ته د هغه هيواد د ډيموکراټ ګوند کانديد بارک اوباما
د امريکا د ولسمشر چوکۍ ته د هغه هيواد د ډيموکراټ ګوند کانديد بارک اوباماانځور: AP

اوباما د تروريزم پر ضدد مبارزې لپاره خپله تګلاره اعلام کړه او د بوش پر حکومت باندي يي سختي نيوکي وکړې. هغه وايي:« پايلي پدې ډول دي: اوسامابن لادن او دهغه نور ملګري دپاکستان په جنوب لويديځه سيمه کي ګرځي. په دغه سيمو کي هغه داسي په ډاډه زړه او بېله کومه ګواښه عمليات تر سره کوي چي حتی ولويديځو هيوادونو ته لاد کرکي ډک پيغامونه راليږلای سي.دغه د جورج بوش او د مکېن د ترهګرۍ ضد جګړې نتيجه ده.»

څوک که پر نورو دغسي سختي نيوکي کوي نو بايد پخپله يوه بهتره او مفصله تګلاره ولري. اوبامادخپلي تګلاري په هکله وايي:«زموږ تګلاره پر پوځي څارګرو يا جاسوسي عملياتواو اقتصادي بنديزونو او ډيپلوماسي ولاړه تګلاره ده.»

وروسته له هغه چي بارک اوباما، سناتور جوی بايدن چي د بوش پر حکومت باندي په سختو نيوکو مشهوردی خپل مرستيال وټاکۍ اوس ده پخپله هم په سختو نيکو پيل کړی دی
وروسته له هغه چي بارک اوباما، سناتور جوی بايدن چي د بوش پر حکومت باندي په سختو نيوکو مشهوردی خپل مرستيال وټاکۍ اوس ده پخپله هم په سختو نيکو پيل کړی دیانځور: picture-alliance/ dpa

باراک اوباما په ډاګه وايي چي که امريکا د ګواښ سره مخامخ وي نو دی به د خپل پوځ څخه د کار اخيستلو په لار کي هيڅ دريغ ونه کړي. په همدې تړاو نوموړي د پاکستان په هکله ويلي دي چي،که دا ثابته سي چي اوساما بن لادن په پاکستان کي دی او د پاکستان حکومت پخپله غبرګون ونه ښيي نو دده په وينا به دی پر هغه سيمه د پوځي بريد قومنده ورکړي. نوموړی وايي چي پاکستان او افغانستان د ترهګرۍ او القاعدې پر ضد جګړې لپاره مهم هيوادونه دي.

هغه وايي:«موږ به افغانستان ته په اقتصادي مرسته کي زياتوالی راولو. موږ دې ته هم تيار يو چي د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کي پاکستان ته نور زيات اقتصادي امکانات برابر کړو. په بدل کي موږ دپاکستان څخه غواړو چي په جدي توګه ډير څه وکړي،ترڅوپه خپله سرحدي سيمه کي د القاعدې او طالبانو د روزنځايونو په وړاندي اړين غبرګون وښيي.»

دباراک اوباما په تګلاره کي د افغانستان سره په اقتصادي مرسته کي د يو مليارډ ډالرو زياتوالی،د پاکستان سره لا نوره اقتصادي مرسته او په روانه جګړه کي دلا زياتوامريکايي سرتيرو څخه ګټه اخيستل شامل دي. هغه غواړي چي ددې مخ ونيسي چي ترهګرنوي ځوانان خپلو ډلو ته جلب يا استخدام نه کړي.

د افغانستان د جمهوري رياست په ماڼۍ کي اولسمشر حامد کرزی د بارک اوباما سره د خبرو پر مهال
د افغانستان د جمهوري رياست په ماڼۍ کي اولسمشر حامد کرزی د بارک اوباما سره د خبرو پر مهالانځور: AP

د اوباما په وينا په نړۍ کي 60 داسي هيوادونه سته چي دې ته نژدې دي چي په جګړو شکيل سي او يايې دولتونه ړنګ سي. چي دغه هيوادونه د ترهګرو لپاره جنت ګرځېدلی او حل يې دادی چي ددغو هيوادونو سره اقتصادي مرستي وسي.

باراک اوباما وايي چي بايدد مسلمانو هيوادونو او مسلمانانو سره رغنده خبري وسي. خو نوموړی وايي چي شرط به يې داوي چي امريکاخپل سياست د خپلو بنسټيزو ارزښتونو او تګلارو سره همږغه کړي. دبېلګي په توګه دګوانتناموکړکيچ.

نوموړی وايي:«زموږ نظر پدې هکله ډير روښانه دی. زه پدې باور لرم چي د امريکا قضايي سيسټم د دې جوګه دی، چي د ترهګرو د ستونزي جواب وويلای سي.»

اوباماغواړي چي د هغه پوځي عدليې پر بنسټ چي اوس وجود لري په ترهګرۍ تورنو کسانو ته دسم او عادلانه قضاوت لاره هواره کړي. نوموړی غواړي چي دبحث او اعتراض وړ محکمو او د تحقيق پر وخت د شکنجو مخ ونيسي. هغه وايي چي د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کي تر ټولو مهمه خبره د امريکا په وړاندي د نړۍ باور ټينګ ساتل دي.