اوباما:راتلونکی اگست به افغانستان ته د مسوليت د انتقال پړاو پيل سي
۱۳۸۹ شهریور ۱۰, چهارشنبهپه داسي حال کي چي په افغانستان کي د طالبانو او القاعدې د زور زياتيو لمن د پراخيدو په حال کي ده، اوباما وويل چي، په راتلونکي کال به د امنيتي مسووليت د ليږدولو پړاو پيل سي.
خو داسي ښکاري چي جمهور ريس له خپلي پخوانۍ ژمني څخه يوه قدم شاتګ کړي وي چي په 2011 کال به د افغانستان څخه د خپلو سرتيرو په ايستلو پيل وکړي.
د امريکا ولس ته په يوې وينا کي چي اصلي موضوع يې په عراق کي د امريکا متحده ايالاتو د 7 کلني جګړي د پاي اعلان و د افغانستان قضيې ته يې په اشارې سره وويل:« راتلوتکي اګست به افغانستان ته د مسوليت د ليږدولو پړاو پيل سي.»
که څه هم هغه د افغانستان څخه د خپلو سرتيرو د وتلو ګړنديتوب يا د سرتيرود کمولوکچه د جګړي د ډګر په شرايطو پوري مربوط وګڼل په صراحت سره يې ياده کړه چي:« اشتباه بايد ونه سي: د مسوليت ليږدول هرو مرو پيل کيږي، دا ځکه چي نه پای لرونکې جګړه نه زموږ او نه هم د افغانستان د خلکو په ګټه ده.»
د عراق له جګړې څخه د خلاصيدو سره اوباما غواړي چي د افغانستان لانجې ته په پوره ځيرتيا سره پام واړوي، په خاصه توګه چي په دې وروستيو مياشتو کي د امريکايي سرتيرو مرګ ژوبلي زياتي سوي دي.
په تيرو څلور ورځو کي 22 سرتيرو د ياغيانو پر ضد عميلاتو کي خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د افغانستان جګړې د امريکا په ولس کي خپل ملاتړ د لاسه ورکړی دی. جمهورريس اوباما دغه ناورين ته د پای د ټکي د ايښودلو لپاره د تير کال د ډسمبر په مياشت کي موافقه وکړه چي، ديرش زره نورسرتيري افغاسنتان ته واستوي.
په خپلي هغي وينا کي چي د متحده ايالاتو ويست پايڼت نومي پوځي اکاډمۍ کي اوباما د افغانستان نوې ستراتيژي اعلان کړه وويل چي په 18 مياشتو يعني د 2011 کال د جولای په مياشت کي امريکايي سرتيري له افغاسنتان څخه په وتلو پيل وکړي.
په اوسني وخت کي په افغنستان کي 140 زره امريکايي او د ناتو تر مشري لاندي بهرني ځواکونه شتون لري ترڅو د طالب ياغيانو بغاوت وټکوي، خو د سرتيرو زياتوالي تر اوسه کومه ګټه نه ده کړې. د جګړې لمن حتي اوس د افغانستان هغو سيمو ته هم اوږده سوې ده چي تر څه مودې پوري د امن او ثبات لرونکو سيمو خخه شيمرل کيدل.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل