1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: افغانستان تر اوسه لا خطرناکه ځای دی

۱۳۹۰ تیر ۹, پنجشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر، بارک اوباما، ويلي چي، کابل اوس د پخوا په پرتله ډير په امن کي دی. هغه وايي کيدای سي د کابل پر انترکانتيننتال هوټل بريد په څير، نور بريدونه هم د يو څه مودي له پاره ادامه پيدا کړي.

https://p.dw.com/p/11mFa
د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما
د امريکا جمهوررئيس بارک اوباماانځور: AP

د سې شنبې په شپه نهو طالب جنګياليو چي په درنو وسلو سمبال ول او ځينو يې انتحاري واسکټونه هم درلودل، د کابل نړيوال هوټل تر بريد لاندي و نيوه.

دغو جنګياليو د افغان او ناټو ځواکونو سره د يوې اوږدې مودې له پاره جګړه وکړه چي په ترڅ کي يې د بريد کونکو په کډون 21 کسان ووژل سول.

د طالبانو د دغه بريد په پايله کي، د کابل انترکانتيننتال هوټل د څو ساعتونو له پاره د اور په لمبو کي وسوځيد. دغه بريد د اوباما د هغو ادعاګانو مستقيم ځواب دی چي وايي، په افغانستان کي امنيتي وضعيت ښه سوی.

Superteaser NO FLASH Afghanistan Anschlag auf Hotel in Kabul
انځور: dapd

په انترکانتيننتال هوټل بريد څو ورځي وروسته له هغي تر سره کيږي چي اوباما د افغانستان د جګړې د پای، د پيل اعلان وکړ.

اوباما څو ورځي مخکي اعلان وکړ چي د راتلونکي کال تر دوبي پوري د افغانستان څخه خپل 33000 سرتير باسي. هغه دا کار ځکه وکړ چي غواړي د 2012 کال په ټاکنو کي د امريکا ملت ځان ته په رای ورکولو قانع کړي.

د کابل تر وروستۍ حملې وروسته، اوباما وويل چي افغان ځواکونه چي د کابل د ساتني مسوليت په غاړه لري، خپلي دندي په ښه ډول تر سره کوي. هغه همداراز زياته کړه چي د افغان ځواکونو وړتياوي د هري ورځي په تيريدو سره لوړيږي.

اوباما وويل مخکي له دي چي د امنيت د انتقال بهير پيل سي، نړيوال ځواکونه په دې پوهيږي چي افغانستان تر اوسه پوري هم يو خطرناکه ځای دی.

هغه زياته کړه چي نړيواله ټولنه پوهيږي چي طالبان لا تر اوسه په افغانستان کي فعاله دي او دا چي د تيري ورځي په شان بريدونه کيدای سي بيا هم رامنځ ته سي.

افغان امنيتي ځواکونه
افغان امنيتي ځواکونهانځور: dapd

« کابل اوس د پخوا په پرتله يو امن ځای دی. افغان امنيتي ځواکونه د پخوا په پرتله ډير پياوړي دي. خو دا د دې مانا نه لري، چي د انتر کانتيننتال د بريد په څير نور بريدونه به تر سره نه سي. داسي بريدونه به د يو څه مودي له پاره ادامه پيدا کړي. موږ لا په افغانستان کي خپلي دندي نه دي سرته رسولي.»

اوباما په خپل پرونۍ خبري ناسته کي د امريکا د دولت پر مالي ستونزو هم خبري وکړې.

اوس مهال نه يوازي اروپايي هيوادونه لکه يونان، بلکي د امريکا دولت هم ډير پوړوړی دی.

د دي له پاره چي د امريکا حکومت وسي کولای خپله بودجه تمويل کړي نو بايد د خپل مرکزي بانک څخه لا ډير پورونه تر لاسه کړي.

خو دغه کار اوس ځکه ستونزمن دي، چي امريکا بايد د نورو پورونو د ترلاسه کولو له پاره د خپلو پورونو کچه لا په سي لوړه کړي خو ښايي د دغه کار له پاره ولسمشر اوباما د کانګرس پوره ملاتړ و نه لري.

اوباما په خپلي پروني خبري ناستي کي وويل چي که امريکا و نه توانيږي خپل مصرفونه تمويل کړي نو دغه کار به ډيري ناوړي پايلي ولري.

Flash-Galerie US Soldaten in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa

«که متحده ايالات و نه سي کولای چي د لومړي ځل له پاره خپله بودجه تمويل کړي، نو د دغه کار پايلي به د متحده ايالاتو د افتصاد له پاره ډيري مهمي وي.»

دا په داسي حال کي ده چي نړيوال وجهي صندوق هم کواښ کړی چي که متحده ايالات د خپلي بوديجې په تمويل کي پاته راسي نو دغه کار به نه يوازي د امريکا پر اقتصاد ناوړي اغيزي ولري، بلکي نړيوال مارکيتونه به هم د ستونزو سره مخامخ کړي.

وجهي صندوق ويلي چي د داسي يو بحران د مخ نيوي له پاره بايد امريکا ژر تر ژره د خپلو پورونو حد وغځوي.

اوباما هم د امريکا په سنا کي پر جمهوري غوښتونکو ږغ کړی، چي له ده سره د دغي ستونزي په حلولو کي مرسته وکړي.

اژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل