1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما افغانستان ته د نورو اضافي عسکرو په ليږلوکي زړه نا زړه دی

۱۳۸۸ مهر ۲۶, یکشنبه

د امريکا مشر بارک اوباما په راتلونکي اونۍ کي يو ځل بيا له خپلي امنيتي خوښندويي ډلي سره گوري، ترڅو د افغانستان دستراتېژۍ په هکله خوښه سره وکړي...

https://p.dw.com/p/K9RM
د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباما
د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباماانځور: AP

انه انګلکه کلي، دا ځکه چې په افغانستان کې حالات له ډېر وخت راپدېخوا د ډاډ وړ نه دي. په تېرو مياشتو کې بيا تر بل هر وخت نه اوضاع خرابه وه - د امريکې له نظره هم. له هغو دريو امريکايي عسکرو سره، چې د جمعې په ورځ د اکتوبر په 16 نېټه په افغانستان کې ووژل شول، د وژل شوو امريکايانو شمېر 872 تنو ته جگ شو. اوس اوس په افغانستان کې تر عراق نه زيات امريکايان له منځه ځي.

د امريکې وگړي هم اوس، د پخوا برخلاف افغانستان کې جگړه يوه غلطي بولي. د روان 2009 ميلادي کال تر پايه پورې به هلته 68000 امريکايي عسکر تعبيه شوي وي. له دې شمېر سره د امريکې متحده ايالتونه د ناتو له 110000 عسکرو څخه تر ټولو لويه برخه جوړوي او کنترولوي يې.

دا په دې معنی: چې د افغانستان د راتلونکې ستراتېژۍ په برخه کې د اولسمشر بارک اوباما پرېکړه، د نړيوالو ځواکونو د وظيفې له خاطره لا د زيات اهميت وړ ده.

امريکه مخکښ هېواد دئ. د دوی له رېږدېدا سره نور هېوادونه په لړزېدا راځي، او غوره به وه چې خپل عسکر يې لا په اصطلاح پرون له دې دندې څخه ورغوښتی وای، کومه چې له آتو کالونو راهېسې دوام لري.

نو يواځې له دې کبله هم اوباما نه شي کولی، چې په افغانستان کې خپله مشغولا پای ته ورسوي. خو دا پوښتنه، چې هلته به د خپلو سرتېرو شمېر دغومره زياتوي لکه جنرال مک کرستل چې غواړي؟ هغه هم څه ناڅه 40000 تنه يا بهتره 60000 يا لا 80000 نور؟ ناممکنه ښکاري!

د امريکا مشر بارک اوباما د جنرال سټينلي کريسټال سره د افغانستان په اړه د خبرو پرمهال
د امريکا مشر بارک اوباما د جنرال سټينلي کريسټال سره د افغانستان په اړه د خبرو پرمهالانځور: AP

د امريکې پوځ د عراق او افغانستان د جگړو له کبله خپل آخري حد ته رسېدلې. د بارک اوباما خپل گڼ شمېر دموکراتان هم اوس د عسکرو د زياتوالي سره مخالف دي، د امريکې عام خلک خو لا يوه خوا پرېږده. هسې دريمه برخه د دې پلويان دي چې افغانستان ته د نور عسکر هم واستول شي.

دلته خو لا د دې جگړې د بې حده لگښت په برخه کې هېڅ يادون ونه شو - يواځې په دې روان کال کې تر اوسه پورې 65 مليارده ډالره.

تر دې لابدتر راتلونکي دي. اوبا د افغانستان اولسمشريزه ټاکنو ته هيله مند وو. داسې هيله چې په کابل کې يې د ټاکنو له پايلو سره نوې بڼه نيولای شوای او ورسره په گډه د طالبانو په وړاندې ولاړ وای. دا هيلې په افغانستان کې د ټاکنو د درغليو د تورونو تر پښو لاندې خاورې شوي.

د بارک اوباما د پاره به آسانه نه وي خپل وگړي پر دې باندې قانع کړي، چې ولې يې لوڼه او زامن افغانستان ته وليږل شي، کله چې د هېواد مشر پخپله شوکمار او ټاکنيز غدار وي.

د موجوده شرايطو په نظر کې نيولو سره ښايي چې حامد کرزی پر خپل ځای پاتې شي. که په افغانستان کې يو ځل بيا هم ټاکنې وشي، گټونکی به حامد کرزی وي.

نو ځکه لويديزوالو غوره بللې کرزي څخه وغواړي چې له خپل سيال عبداله عبداله سره يو شريک حکومت جوړ کړي. دا کار به په افغانستان کې له آتو کالونو راهيسې عسکر او پيسې خرڅوونکو هېوادنو ته پاروونکی وي، ځکه چې بيا به نو په کابل کې له يوه څخه زيات د معاملې لوري ولري.

Engelke, Anna/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل