1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما او رامني خپل ټاکنيز کمپاينونه پيل کړل

۱۳۹۱ آبان ۱۲, جمعه

په امريکا کي د سنډې په نوم توپان تر ناورین وروسته شاوخوا څلور میلیونه کسان له بریښنا څخه بې برخي دي او د وژل شوو کسانو شمیر هم نزدې سلو تنو ته رسيږي. اوباما او میت رامني خپل ټاکنیز کمپاینونه له سره پیل کړي دي.

https://p.dw.com/p/16bud
انځور: AP

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما او د جهموري غوښتونکو د گوندنو له خوا د دغه هيواد ولسمشرۍ ته کانديد میت رامني د پنجشنبې په ورځ «د ۲۰۱۲م کال د نوامبر د میاشتې لومړۍ نیټه» خپل ټاکنیز کمپاین چې د سنډې(Sandy) په نوم توپان له امله ځنډول شوی وو بیرته له پیل کړ. د دغه طبعي ناورین له امله د امريکا یو شمیر سیمې سختي ویجاړي شوي دي.

ولسمشر بارک اوباما ساحلي ایالت نیو جرسې ته تر سفر وروسته چې د توپان له امله سخت زیانمن شوی دی د څلورو مهمو ایالتونو انتخاباتي کمپاین پیل کړی دی. په لومړي سر کې هغه د ویسکانسن ایالت ته سفر وکړ او ویې ویل چې په دې پوهیږي چې «بدلون» څه معنی لري.

اوباما په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «د متحده ایالاتو خلک د ناورین پر وخت له یو بل سره خپل یووالی ساتي. کله چې موږ له یوه ناورین سره مخامخ کیږو، د نظر اختلاف بې معنی کیږي. د توپان پر وخت ديموکراتان او جمهوري غوښتونکي معنی نه لري، موږ یوازي امریکایان یو.»

سنډې توپان سخت تاوانونه واړول
سنډې توپان سخت تاوانونه واړولانځور: Reuters

اوباما پر رامني باندي نیوکه وکړه او ويې ویل چې هغه د ده د «بدلون» راوستلو شعار غلا کړی دی. د متحده ایالاتو ولسمشر د ۲۰۰۸م کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې په دغه شعار سره خپل ټاکنیز کمپاین پر مخ بیوی.

اوباما خبریالانو ته ویلي دي: «په اوس وخت کې چې موږ د کمپاین وروستیو اونیو ته ور نزدې کیږو، رومني له خپلو ټولو استعدادونو څخه د یوه پلورونکي په توگه له هغو سیاستونو څخه گټه اخلي چې زموږ د هیواد له پاره د سختو ستونزو سبب شوي دي، هغه سیاستونه چې موږ يې په تيرو څلورو کلونو کي د له منځه وړلو تلاښونه کړي دي، رامني غواړي چې هغه خلکو ته په نوې بڼه د بدلون په توگه وړاندي کړي.»

اوباما زیاته کړې ده: «رامني چې کوم څه وړاندي کوي په یقین سره دا کوم بدلون نه دی. بیرته لویو بانکونو ته ډیر واک ورکول بدلون نه دی. په میلیونونو انسانان له صحي بیمو څخه محرومول بدلون نه دی.»

نور څلور کاله که پنځه ورځي؟

د امريکا ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکو کانديد، د پنجشنبې په ورځ د ویرجینیا ایالت ته سفر وکړ او خپلو پلویانو ته یې وویل چې د ولسمشرۍ په دفتر کې د نورو څلورو کلونو له پاره د اوباما پاته کیدل به د متحده ايالاتو اقتصاد زیانمن کړي.

دغه ۶۵ کلن سیاستوال وویل: «موږ واقعاً نه شو کولای چې راتلونکي څلور کلونه د تیرو څلورو کلونو په شان وزغمو. زه په دې پوهیږم چې د اوباما پلویان شعار ورکوي: نور څلور کاله. خو زموږ شعار دا دی. «نوري پنځه ورځي.»

همداشان رامني هم پر اوباما نیوکه وکړه او ويې ویل چې د متحده ایالاتو ولسمشر په یوه مرکه کې ویلي وو، ممکن د «سوداگرۍ» یو وزیر به ونوموي چې له خصوصی سکتور سره متقابلي اړیکې پر مخ بوځي.

د جمهوري غوښتونکو دغه کانديد په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «زه فکر نه کوم چې په کابینه کې دې د یوې څوکۍ زیاتول له میلیونو خلکو سره د کار په موندلو کې مرسته وکړي. موږ د سوداگرۍ یوه وزیر ته اړتیا نه لرو. موږ یوه داسي ولسمشر ته اړتیا لرو چې د سوداگرۍ په مسایلو خبر وي، لکه زه چې په خبر یم.»

له ټولپوښتنو څخه داسي څرگندیږي چې د ټاکنو په اړه وړاندوینه لا تر وخت د مخه کار دی. خو زیاتره څیړونکي داسې اټکل کوي چې د سنډې په نوم توپان له امله په ټاکنیز کمپیاین کې ځنډ ښایي د اوباما په گټه وي.

Afp,dpa,reuters/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل