1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما : ايران بايد دخپلو خلګو کرامت ته احترام وکي

۱۳۸۸ تیر ۱, دوشنبه

ددوشنبې په ورځ په خپرې سوي يوې اعلاميې کښي باراک اوباما د پخوا په مقايسه پر ايران باندي سختي نيوکي کړي دي ...

https://p.dw.com/p/IWRk
انځور: AP / DW-Montage

دسپيني ماڼۍ څخه په خپرې سوي دغي اعلاميې کښي ښاغلي اوباما ويلي دي ،

«موږ د ايران پر حکومت ږغ کوو چي د خپل اولس په مقابل کښي غېرعادلانه چلند ته د پای ټکی کښېږدي . د راټولېدلو او د احتجاج کولو او په همدې ډول د بيان د آزادۍ حق په نړۍ واله سطح يو منل سوی عمومي حق دی . او امريکا په زياته بيا د هغو خلکو ملاتړې ده چي د خپل دغه حق څخه کار اخلي.

پدغه اعلاميه کې راغلي دي چې د مفکورو او بل ډول نظرپه زور له منځه وړل يو ناممکنه کار دی ،اود ايران رهبري بايد په دې پوه سي چه نړۍو ايران ته په ځير سره ګوري . او وايی،

«که ايران د نړۍ واله ټولني څخه درناوی غواړي نو بايد چي د خپلو خلګواو ملت کرامت ته درنښت وکي او نه داچي د زور زياتۍ څخه کار واخلي.»

د کوم وخت راهيسي چي په ايران کي د اولس مشرۍ د انتخاباتووروسته احتجاجونه پېل سوي ، باراک اوباما د ايران په مقابل کښي محتاطه لهجه غوره کړې ده . د امريکا دجمهوريت غوښتونکود ګوند غړو پر باراک اوباما انتقاد کړی دی چې نوموړی د ايران په وړاندې د سختې لهجې څخه کار نه اخلي او د احتجاج کوونکو په مقابل کښي د ايراني حکومت د خراب چلند پر موضوع يې ډېر ناوخته عکی العمل ښوولی دی . ددغو انتقادونو په جواب کښي ښاغلي اوباما د سي بي ايس تلويزون ته وويل:

په فرانسه کښی د ايرانيانو د مظاهرو جريان
په فرانسه کښی د ايرانيانو د مظاهرو جريانانځور: AP

«زه په هيڅ ډول نه غواړم چي د امريکا نوم د ايران د هغو ډلو په خولو کي ورکړم چي پدې انتظار ناست دي چي د ايران اوسني کړکېچ ته د امريکا په هکله د بحث بڼه ورکړي . موږ ليدلي دي چي دوی دغه کار کړی دی او موږ نه غواړو چي په دغه بازي کښي برخه واخلو. ددغه حقيقت څخه بايد سترګي وانه ړول سي چي د ايران اولس پخپله دا غواړي چي ږغ يې واورېدل سي . »

د تهران د هغو تورونو په باب چه د ايران احتجاجونه د دباندي څخه سازماندي سوي دي ،اوباما وويل :

«دايو بې مانا نظر دی چي د لوېديزي نړۍ او يا هم امريکا په امر په سلګونو زره انسانان په ايران کي و کوڅو ته راوتلي دي . دا داصلي موضوع څخه د نظر اړولو يو بېکاره کوښښ دی چي هميشه تر سره سوی دی خو هيڅکله به بريالی نه سي . »

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل د پنجشنبې په ورځ امریکا ته سفر لري . ددې د سفر يوه مهمه برخه به د ايران په هکله د اوباما سره نظر شريکول هم وي .

کينډل/ احمد ولي اڅکزی

کتونکي : محمد قاسم نوري