1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما بشارالاسد ته گواښ وکړ

۱۳۹۱ مرداد ۳۱, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15tSo

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د سوریې رژیم ته ګواښ کړی دﺉ چې کیدای شي امریکايي پوځ د دې رژيم پر ضد په عمل لاس پورې کړي.

اوباما دغه کار په خاصه توګه هغه وخت له امکان څخه لیرې نه دﺉ ګڼلی چې که د سوریې رژیم په دې هیواد کې د پاڅون کوونکو پر وړاندې له کیمیاوي وسلو څخه کار واخلي.

اوباما ویلي دي چې بشارالاسد به له سخت ځواب سره مخامخ شي که هغه ان کیمیاوي وسلو ته لاس وروړي.

اوباما دغه خبرې په سپینې ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې کړي دي. د اوباما په خبره د دغه شان یوه وضعیت له رامنځ ته کیدو سره به نور هیوادونه هم په سوریې مداخله وکړي.