1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: بن لادن په پاکستان کي مرستندويان درلودل

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۹, دوشنبه

د امريکا د متحده ايالتو ولسمشر باراک اوباما د پاکستان څخه غوښتنه کړې ، چي هغه کسان معلوم کړي چا چي د القاعدې د مشر اسامه بن لادن سره په پاکستان کي مرسته کوله.

https://p.dw.com/p/11BvW
ولسمشر باراک اوباما
ولسمشر باراک اوباماانځور: dapd

د متحده ايالتو د ولسمشر باراک اوباما له پاره موضوع روښانه ده. د هغه په وينا په پاکستان کي دننه خامخا داسي کسان ول چي د بن لادن سره يې مرسته کوله. خو دا چي دغه کسان څوک وه اوباما ندي په ډاگه کړي.

«موږ داسي فکر کوؤ چي په پاکستان کي دننه يو مرستندويه جال د بن لادن سره مرسته کوله. خو موږ پدې نه يو خبر چي دغه څوک وه او يا هم دغه څه ډول جال ؤ.»

اوباما د سي بي اس تلويزيون سره په مرکي دغه څرگندوني وکړې. دا د می په دوهمه د پاکستان په ايبټ آباد ښار کي د ځانگړو امريکايي عسکرو لخوا د بن لادن د وژنې وروسته د اوباما لومړۍ اوږده مرکه وه. کله چي د اوباما څخه د دغه ځانگړي پوځي عملياتو په اړه پوښتنه وسوه ، هغه وويل چي دغه 40 دقيقې د ده د ژوند تر ټولو اوږدې دقيقې وې چي د فشار او انتظار سره مل وې.

«دا زما د ژوند تر ټولو اوږدې دقيقې وې. هغه يو ډېر کړکېچن حالت ؤ.»

اوباما د اسلام آباد پر حکومت ږغ وکړی چي د هغو کسانو په هکله پلټنې وکړي ، چي د اسامه بن لادن سره يې مرسته کړې . د اوباما له پاره د امنيتي چارو مشاور ټام ډونيلون و اېن بي سي تلويزيون ته ويلي دي چي تر اوسه پوري داسي شواهد نسته چي ثابته کړي ، د پاکستان حکومت، پوځ او يا هم استخباراتي ادارې پدې خبري وې چي بن لادن و اسلام آباد ته نژدې پټ ؤ.

ډونيلون د پاکستان پر حکومت ږغ وکړی چي د بن لادن د کور څخه تر لاسه سوي معلومات او نور جزيات دي د متحده ايالتو سره شريک کړي. نوموړي د پاکستان څخه دا غوښتنه هم وکړه چي امريکا ته د بن لادن د درو مېرمنو څخه د پوښتنو گروېږنو اجازه ورکړي. دغه درې مېرمني د پاکستاني پوځ په لاس کي دي.

« دوی بايد موږ ته د ودانۍ په هکله نور معلومات او د اسامه و مېرمنو ته چي د دوی په توقيف کي دي رسيدگي راکړي.»

په اېبټ آباد کي د بن لادن کور
په اېبټ آباد کي د بن لادن کورانځور: dapd

واشنگټن له يوې خوا پر پاکستان خپل فشار زيات کړی او له بلي خوا د پاکستان د همکارۍ څخه ستاينه کوي. ولسمشر اوباما په تلويزوني مرکه کي وويل چي ، په بل هيڅ هيواد کي دومره ترهگر ندي وژل سوي لکه په پاکستان کي . د نوموړي په وينا دا کار يوازي د کورنيو چارواکو د همکارۍ له کبله ممکن سوی . خو د بن لادن په موضوع کي د پاکستان د نامعلومه ښکېلتيا په هکله د امريکا په سنا کي داسي بحثونه رامنځ ته سوي چي له مخه يې د پاکستان سره د ملياردو ډالرو په مرستو کي د کمښت راوستلو غوښتنه کيږي.

د متحده ايالتونو د ډيموکراټ گوند او د سنا استازي فرانک لاوټنبېرگ ويلي دي چي امريکا بايد تر هغه وخته پاکستان ته يو سېنټ هم ورنه کړي تر څو نه وي جوته سوې ، چي د ترهگرۍ په جگړه کي پاکستان د امريکا پر اړخ ولاړ دی.

د متحده ايالتونو د سنا بانفوذه استازي او د ولسمشرۍ پخواني کانديد جان کېري بيا و سي بي اس تلويزيون ته په مرکه کي ويلي دي چي د پاکستان او افغانستان سره د متحده ايالتو د اړيکو د نوي ارزونې همدغه ښه موقع ده.

«که موږ د پاکستان او يا هم افغانستان او په مجموع کي ددغه سيمي څخه ووزو نو زه دا اندېښنه لرم چي دا به موږ پر يوه خطرناکه لاره روان کړي. موږ بايد د پاکستان، افغانستان او د سيمي د نورو غړو سره خپلو اړيکو ته دوام ورکړو. زه فکر کوم چي بايد موږ د تيښتي د لاري په تلاښ و نه اوسو.»

د جارج بوش په دوره کي د ولسمشر مرستيال ډيک چېني بيا و فوکس نيوز نومي تلويزيون ته ويلي دي چي متحده ايالتونو بايد د سيمي د لوبغاړو سره د خپلو اړيکو و ښه کولو ته دوام ورکړي او دا چي د سيمي څخه سمدلاسه وتنه به يو غلط سگنال وي.

نيکول مارکوالډ / احمدولي اڅکزی
کتونکی: محمد قاسم نوري