1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما تر خپلي وينا دمخه کانگرس ته معلومات ورکړل

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ شهریور ۱۹, چهارشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د خپل هیواد گانگرس ته ویلي دي چې هغه د دې صلاحیت لري چې پر «اسلامي دولت» ډلي باندي برید وکړي. په پلان کي ده چې اوباما د چهارشنبې په ورځ خپله پوځي ستراتیژي اعلان کړي.

https://p.dw.com/p/1D9fo
انځور: picture alliance/dpa

اوباما د سه شنبې په ورځ د لوړپوړو قانون جوړوونکو پر وړاندي خبري وکړې. هغه روښانه کړه چې د اسلامي دولت افراطي تندلاري ډلي پر وړاند د اقدام کولو په موخه به د خپل هیواد له کانگریس څخه اجازه وا نه خلي.

سپیني ماڼۍ په یوه بیانیه کې ویلي دي: «ولسمشر [د کانگرس] مشرانو ته وویل چې هغه دا صلاحیت لري چې د اسلامي دولت [IS] ډلي پرضد اقدام وکړي. هغه به په دې اړه یو ماموریت نن [د چهارشنبې] په ورځ اعلان کړي.»

د سپیني ماڼۍ په حواله په دغه غونډه کې د کانگرس مشرانو د ولسمشر له هغو اقدامونو څخه ملاتړ څرگند کړ چې له مخې به یې د اسلامي دولت ډله «ضعیفه او کرار کرار له منځه یووړل شي». خو د کانگرس غړي پر دې موضوع سره ویشل شوي دي چې ایا ولسمشر اوباما د کانگريس له تائيد پرته د دغه شان یوه برید د امر ورکولو صلاحیت لري، که نه.

د جمهوري غوښتونکو ځواکمن قانون جوړونکي میج مکونال، د سه شنبې په ورځ وویل: «ولسمشر باید د هر هغه څه له پاره چې ترسره کوي يې، د کانگرس تائید ترلاسه کړي. ځکه دا یوازنۍ لار ده چې هغه کولای شي زموږ غږ چې د هیواد د نورو برخو استازيتوب کوو واوري.»

تير کال ولسمشر اوباما له کانگرس څخه د اسد پرضد د هوایي بریدونو د ترسره کولو تائید ترلاسه کړی وو، خو اوباما له هغه وروسته له دې کار څخه ډډه وکړه چې اسد د خپلو ټولو کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو پریکړي ته غاړه کښېښوده.

د اوباما تلویزیوني وینا

په پلان کي ده چې اوباما به د چهارشنبې په ورځ په یوه تلویزیوني وینا کې خپل پوځي پلان وړاندي کړي. امریکا متحده ایالاتو له اگست میاشتي راهیسي د اسلامي دولت پر وړاندي ۱۴۸ هوایي يرغلونه ترسره کړي دي. دغه هوایي بریدونه د عراق په شمال کې د دغه هیواد د حکومت په غوښتنه ترسره شوې دي.

د سپیني ماڼۍ یوه ویاند ویلي دي: «ولسمشر به دا خبره واضیح کړي چې په دغو شرایطو کې هغه څه د امریکا متحده ایالاتو په گټه ویني.»

دا هم لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چې امریکا متحده ایالات به پر اسلامي دولت ډلي باندي د يرغل کولو په موخه د ملگرو ملتونو یوه اعلامیه هم ترلاسه کړي، که نه.